شاته

غني: وزارتونه باید حداقل ۸۰ فیصده بودجه مصرف کړي

ولسمشر محمد اشرف غني له ټولو وزراتونو غوښتي چې خپلې ټاکل شوې بودیجې ولګوي او هغه وزارتونه چې" ۸۰ فیصده بودیجه یې لګولې نه وي، بل کال دې تر ټاکلې بودیجې د ډېرو پېسو غوښتنه نکوي".

ښاغلي غني د چهارشنبې په ورځ په ارګ کې د ملي شورا غړو سره د خبرو پر مهال له هغوی وغوښتل چې " د بودیجې د لګولو په برخه کې پر وزارتونو نظر وساتي".

د ارګ اعلامیه وايي چې جمهوري ریاست د حکومت د کال د نیمايي برخې بودیجه هم ملي شورا ته استولې چې ژر تر ژره دې تصویب کړي.

د افغان حکومت ملي کلنۍ بودیجه شاوخوا ۴۳۶ میلیارد افغانۍ (تقریبآ ۷میلیارد امریکايي ډالره) ده، چې په دوو برخو ویشل شوې ده؛ څه باندې۲۸۳ میلیارد افغانۍ عادي بودیجې او ۱۵۵ میلیارد افغانۍ پرمختیايي بودیجې ته ځانګړي شوي دي.

د اقتصادي چارو شننونکي وايي د افغانستان د کلنۍ بودیجې ډېره برخه د نړیوالو په مرستو ولاړه ه او لګول یې هم له دغو هېوادونو سره د افغانستان په اړیکو او په افغانستان کې په روانو حالاتو پورې تړلې ده.

ولې ټوله بودیجه نه مصرفیږي؟

معمولا پر افغان وزراتونو دا نیوکه کیږي، چې خپلې ټاکل شوې بودیجې مصرفولی نشي.

د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي امریکا غږ ته وویل " د افغانستان د بودیجې ډېره برخه نړیوال ورکوي او خپل شرطونه لري، په حکومتي ادارو کې فساد دی، په هغو سیمو کې چې امنیت خراب دی بودیجه نه لګول کیږي، ځینې شرکتونه له بروکراسۍ ستړي شوي او نغواړي له افغان حکومت سره ګډ کار وکړي او حکومت دومره ظرفیت نلري چې ټولې پروژې په خپله عملي کړي، دا او نور علتونه شته، چې وزارتونه نشي کولی خپله ټوله کلنۍ بودیجې ولګوي".

ولسمشر محمد اشرف غني واک ته له رسېدو سملاسي د تداراکاتو ملي کمیسیون وټاکه چې خپله یې مشري کوي، د دغه کمیسیون دنده دا ده چې ټولې پرمختیایي پروژې او بودیجې وارزوي، چې د فساد مخه ونیول شي.

افغان حکومت وايي له دغې لارې يې میلیونونه ډالره سپما کړي، خو ښاغلی حافظي وایي "ولسمشر غني په خپله بوخت دی او نشي کولی هره پروژه او د پروژې لپاره ټاکل شوې بودیجه مطالعه کړي او دا کار وخت نیسي، چې د بودیجې د نه مصروفولو لامل کیږي".

له دې هر څه سره سره ولسمشر غني وايي چې په کلنۍ بودیجې کې یې په لومړي ځل ۱۲ میلیونه ډالره د داخلي بي ځایه شویو د ستونزو او هغوی سره د مرستو لپاره ټاکلي دي او همدغه راز یې د جوماتونو د جوړولو لپاره هم پام وړ بودیجه په پام کې نیولې ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.