شاته

امریکا کې د یوې ښځې اعدام او د اروپایي ټولنې غبرګون

د لومړي ځل لپاره په تیرو ۷۰ کلونو کې د امریکا په متحده ایالاتو کې یوه ښځه د فدرال محکمې په حکم اعدام شوه.

د جنورۍ په ۱۳ (مرغومي ۲۴) د چهارشنبې په سهار په یوه بجه او ۳۱ ثانیو د وژونکو درملو په پیچکارۍ کولو سره د ۵۲ کلنې لیزا مونتګومري د اعدام حکم د انډیانا ایالت په تیري هوت زندان کې عملي شو.

لیزا په ۲۰۰۷ کال کې یوه امیندواره میرمن زندۍ کړه او بیا یې د هغې بطن څیرې او ماشوم یې ترې غلا کړ.

د امریکا د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د ۲۰۲۰ کال په جولای میاشت کې د ۱۷ کالو ځنډ وروسته د اعدام د حکم تطبیق د فدرالي محاکمو د حکم په اساس بیا پیل کړ. لیزا مونتګومري د هغه وخت راهیسې یوولسمه محکومه ده چې اعدامیږي.

اروپایي اتحادیې د چهارشنبې په ورځ د میرمن مونتګومري په اعدام "ژور افسوس" ښکاره کړ.

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ رئیس جوزوف بورل، د یو بیان په خپرولو سره ویلي: "اروپایي اتحادیې غوښتي وو چې لیزا مونتګومري د نړیوالو قوانینو او د رواني اندیښنو لرونکو کسانو لپاره د حد اقل سزا د معیارونو په پام کې نیولو سره اعدام نشي."

په سنتي توګه برحاله جمهور رئیس د خپل کار په وروستیو ورځو کې د اعدام د حکم له تطبیق څخه ډډه کوي او هغه خپل ځای ناستي ته پریږدي.

خو ټاکل شوې چې په دوو راتلونکو ورځو کې دوه تنه نور کوري جانسن چې د اوو تنو د وژلو په جرم او دستین هیګ چې د قتل او یرغمل کولو په تور د فدرالي محکمو له لورې محکوم کڼل شوي اعدام شي.

اروپایي ټولنې د جمهور رئیس دونالد ټرمپ په ریاست د امریکا له حکومت غوښتي چې د خپل کار په وروستیو ورځو کې د دوو نورو کسانو د اعدامولو نه منصرف شي.

د امریکا متحده ایالات یواځنۍ غربي دموکراسي ده چې لا هم د مرګ سزا تطبیقوي.

منتخب جمهور رئیس جو بایډن چې د اکثرو دموکراتانو په څیر یو وخت د اعدام پلوي و، د ۲۰۲۰ کال د انتخاباتي مبارزې په ترڅ کې د هغو دموکراتانو سره یړځای شو چې د اعدام د سزا د تطبیق کولو پای ته رسیدل غواړي.