شاته

پاکستان دپیسو د راکړې ورکړې دپاره ډیجیټل نظام اعلان کړی

پاکستان په سملاسي ډول د پېسو د ورکړې يو نوی سرکاري نظام اعلان کړی چې مقصد یې د هېواد په رسمي اقتصاد کې د خلکو او په ځانګړي ډول د ښځو ګډون باوري کول او حکومتي محصولات سېوا کول دي.

په سملاسي ډول د پېسو د ورکړې دې نوي نظام ته د راست نوم ورکړی شوی دی او د مرکزي بانک چارواکي وايي دا نظام به په درېوؤ پړاونو کې د کال 2022 په پېل کې سرته رسېږي.

ددې نظام د لارې به که یو خوا حکومتي مالياتي ادارې او وزارتونه د يو بل سره تړل کېږي نو ورسره به عام خلک، کاروباريان هم د پېسو د ورکړې راکړې په چټکتیا سره د کولو جوګه شي.

د انفارمېشن ټېکنالوژۍ ماهرين دا د پیسو د ورکړې په نظام کې يو انقلابي ګام ګرځوي او وايي د بېنظير انکم سپورټ او احساس پروګرام سره ټړلي خلک هم ددې څخه ګټه پورته کولی شي.

دا نوې نظام چې د مرکزى بنک او بل اېنډ ملېنډه ګېټس په شراکت سره د نړیوال بانک او ملګرو ملتونو، برطانيې په مرسته جوړ کړل شوی مقصد یې د هېواد عام خلک او په ځانګړي ډول ښځې په رسمي اقتصاد کې شاملول دي.

د پاکستان په شخصي څانګه کې د مخکې نه د "ډېجټل کېش پېمنټ" یا په ډیجټل توګه دنغدو پیسو د ورکړې نظام کار کوي چې پکې د "جاز کیش" او د ټيلى نار "ايزي پېسه" پلیټ فارمز شامل دي خو راست به لمړی نظام وي چې حکومتي او مالياتي ادارې به د يوبل سره تړي.

د خېبر پښتونخوا د انفارمېشن ټېکنالوژۍ بورډ سينير افسر محمد یاسين وي او ای ډيوه ته ویلي پاکستان ته د يوبل سره د پېوست کولو دنظام ضرورت و او فري لانس کار کونکو ته هم اړتیا وه.

هغه وايي ددې ښه ګټه به به تنخادارې طبقې او پنشنيانو ته هم ترلاسه کیږي او عام خلک به هم دخپل موبایل د لارې په سملاسي ډول پېسې لېږلی رالېږلی شي. او دپیسو په دې لیږدونه به لګښت هم تر نور لارو کم راځي.

بل ګېټس په يو بيان کې طمعه څرګنده کړې چې دا نوی ډېجټل نظام په راتلونکي موده کې خلکو ته ېوه داسې اله په لاس ورکړي چې هغوئ به د غربت نه د وتلو جوګه شي.

پېښور کې د انفارمېشن ټېکنالوژۍ د يو فرم مالک او ماهر سيد باسط شاه ډيوه ته وايي په پاکستان کې مخکې نه د عام صارفينو دپاره داسې پلېټ فارمز موجود وو خو دې سره به خلکو ته د بېنظير انکم سپورټ او احساس پروګرام نه ګټه پورته کول باوري شي.

هغه واي دا به حکومتي او مالياتي ادارې د يو بل سره ان لاېن وتړي او د اېف ای ټي اېف شرطونه به هم پوره شي او د محصولاتو د سېوا کولو حکومتي مقصد به هم ترسره شي.

د بايټس فار ال غېر دولتي ادارې فعال هارون بلوچ ډيوه ته وايي دا به په پاکستان کې د ان لاېن ادائیګۍ په نظام ښه اغېز ولري.

هغه واي دا به حکومت ته هم لویه ګټه ورکړي او حکومت به دپېسو په هره لېږدونه د صارف دلیدونکي یا ترلاسه کوونکي نه پېسې اخلي چې ورسره به د زر مبادلې ذخيرې زياتېږي.

د مرکزى بنک ګورنر رضا باقر وايي مرکزي بانک په بېنکارۍ او ادائیګۍ کې د ټېکنالوژۍ د اختراع ډاډګيرنه کوي.