شاته

په کانګرس کې د صدر ټرمپ د مواخذې په قرارداد د ووټونو امکان، صدر ټرمپ وايی دا د خنده وړ ګام دی

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په کانګرس کې د هغه خلاف د مواخذې عمل د خنده وړ بللی دی بلخوا توقع کېږي چې د کانګرس په ایوان نمایندګان یا هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې به د شورو، چهارشنبې، ورځ صدر ټرمپ د نااهله کوولو دپاره ووټونه شوي.

په ایوان نمایندګان کې د ډېموکرېټک ګوند اکثریت دی او د مواخذې قرار داد په اسانه منظورولی شي خو د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي چې د صدر ټرمپ د واکمن ريپبلېکن پارټۍ ځینې غړي هم د مواخذې په حق کې رای ورکوونکي دي.

د ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس غړي مېرمن جېمي هریره د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل چې صدر ټرمپ د خپلې عهدې د سوګند خلاف ورزي کړي نو ځکه به د مواخذې حمایت کوي. هغې وویل صدرټرمپ د اقتدار په پرامنه ډول د انتقال مخه نیولو دپاره اړګړی راپارولی و.

د مېرمن هریره اشاره داسې ښکاري چې تېره هفته په کانګرس د هغو خلکو یرغل ته وه چې په واشنګټن کې یې د صدر ټرمپ په حق کې مظایره کووله خو بیا وروسته د کانګرس په ودانۍ ور ننوتل. په اړي ګړي کې د یو پولیس افسر په شمول پنځه کسان وژل شوي دي.

په کانګرس د یرغل په وخت هلته د صدارتي انتخاب نتېجه په رسمي ډول تاییدوولو دپاره غونډه روانه وه چې د بې امنۍ له امله وځنډول شوه. خو ورسته بیا چې غونډه شروع شوه نو د نومبر په دریمه شوي صدارتي انتخاب کې د صدر ټرمپ په ضد د ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار جوبایډن بریا په رسمي ټوګه منظوره کړی شوه.

جوبایډن او د هغه سره نایب صدره کماله هېرس به د جنورۍ په شلمه نېټه د خپلو چوکیو سوګند پورته کوي.

صدر ټرمپ ويلي هغه د نوي صدر د سوګند اخیستلو په دستوره کې برخه نه اخلي. هغه په صدارتي انتخاب کې په پراخه کچه د درغلۍ الزام پورې کوي خو مامورین وايي په ټاکنو کې د درغلۍ کوم شواهد نه دي موندل شوي.

د هغه د مواخذې په اړه صدر ټرمپ وویل دا د ټوکو وړ ګام دی.

په کانګرس د یرغل وروسته په لومړي ځل د خبریالانو سره په خپلو خبرو کې صدر ټرمپ دا الزام رد کړو چې هغه د تشدد ‌ذمه وار دی. په کانګرس د یرغل نه وړاندې صدر ټرمپ په واشنګټن کې د زرګونو په شمېره کې د خپلو پلویانو غونډې نه ویلي وو چې د صدارتي انتخاب نتجه تاییدوونکو د کانګرس غړو خلاف دې وجنګیږي.

صدر ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل چې د هغه د دغه بیان تجزیه شوي ده او د خلکو خیال دی چې "ما څه ویلي هغه په مکمله توګه مناسب وو."

صدر ټرمپ وویل د هغه مواخذ په ملک ته زیان ورسوي، ددې له امله قهر راپارېدلی دی او دا په دې نازک وخت کې د امريکې دپاره خطرناکه خبره ده.

د ډېموکرېټک پارټۍ د اکثریت ایوان نمایندګانو تېر کال هم د صدر ټرمپ د مواخذې قرارداد منظور کړی و خو دغه قرارداد په سېنټ کې مسترد کړی شو. په هغه وخت په سنېټ کې د صدر ترمپ د ريپبلېکن پارټۍ اکثریت و.