شاته

د اسرائیل جنګۍ الوتکو د سوریې په ختیځ کې بمباري کړې

د اسرائیل د هوایي ځواک جنګي الوتکو نن د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۱۳ (مرغومي ۲۴) د سوریې په ختیځ کې بمونه غورځولي دي.

د اسوشیتید پرس اژانس د امریکا د متحده ایالاتو د یو استخباراتي چارواکي له خولې ویلي چې ددغو بریدونو هدف هغه ګودامونه وو چې ایراني وسلې په کې ساتل کیدلې.

دغه امریکایي استخباراتي چارواکي همداشان ویلي دي چې دغه بمباري د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتي معلوماتو په نتیجه کې شوې ده.

اسرائیل پر سوریې باندې د بریدونو په اړه چې پدې وروستیو کلونو کې یې څو ځلې ترسره کړي ډیر کم معلومات خپروي. د اسرائیل هوایي بریدونه د هغه کمپاین یوه برخه ده چې په سوریه کې د ایران اړوند پوځي شتون پر ضد یې پرمخ بیایي.

د سوریې دولتي خبري اژانس (سنا) ددغو بریدونو په اړه رپوټ ورکړی او ویلي یې چې اسرائیل په دیر الزور، الميادين او أابو کمال ښارونو کې کړې دي.‎ اژانس د تلفاتو په اړه څه ندي ویلي.

خو د سوریې د جګړې د بشري حقونو د څار ټولنه وایي چې اسرائیل ۱۸ ځلې هوایي بریدونه وکړل چې لږ تر لږه ۲۳ کسان په کې وژل شوي دي.