شاته

واشنگټن د داعش ضد ایتلاف کوربه دی

د نړۍ د ٣٠ هیوادونو د دفاع او بهرنیو چارو وزیران په واشنگټن کې راټول شوي چې د اسلامي دولت د ډلې پر وړاندې خپله راتلونکې ستراتیژي طرحه او دا مشخصه کړي چې په عراق او سوریه کې د داعش څخه د ښارونو د بیرته نیولو د هڅو لپاره څه ډول مرسته کیدای شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر اشتون کارتر به د خپلو سیالانو سره د داعش پر ضد د مبارزې په جدي کولو په ځانگړې توگه په عراق کې خبرې وکړي. همدا اوس عراقي سرتیري د ایتلافي ځواکونو په مرسته په عراق کې د موصل ښار د بریته نیولو لپاره تیاری نیسي.

د واشنگټن غونډه د اسلامي دولت یا داعش پرضد د نړیوال ایتلاف د وزیرانو څلورمه غونډه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري به هم د لومړي ځل لپاره د پنجشنبې په ورځ د اسلامي دولت د ډلې پر ضد د نړیوال ایتلاف د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې کوربه وي.

تمه ده چې په دې غونډه کې به د سیاسي او پوځي هڅو د هم آهنگۍ په هکله خبرې وشي چې په هغه کې د ترهگرۍ تمویل، د بهرنیو جنگیالیو د تگ راتگ مخنیوي او د هغو ښارونو باثباته کول شامل دي چې د داعش له منگلو خلاصیږي.

د داعش ضد ایتلاف لپاره د امریکا د جمهور رئیس ځانگړی استازي برت مکگورک وویل "په عراق او سوریه کې په جبهه یي جگړو کې بریالیتوبونه لرو، خو زیات کارونه شته چې باید ترسره یې کړو. دا یو ستر چلنج دی چې په راتلونکو کلونو کې به مونږ ورسره مخ اوسو".

ښاغلَي مکگورک وویل چې د لیبیا وضیعت او په هغه هیواد کې د بهرنیو جنگیالیو د شمیر زیاتیدل به د پنجشنبې د ورځې د غونډې د عمده مسایلو څخه وي.

له دې دمخه د ناتو غړو هیوادونو د پولنډ د وارسا په غونډه کې هم د اسلامي دولت د ډلې پر ضد ماموریت د پراخیدو په هکله موافقه کړې ده. ددې غونډې وروسته د امریکا متحده ایالاتو عراق ته د ۵۶۰ نورو سرتیرو د استولو خبر ورکړ چې ټاکل په راتلونکو ورځو او یا اوینو کې هغه هیواد ته ولیږدول شي.

د اسلامي دولت ډلې د ٢٠١۴ کال په اوړي کې د عراق دوهم ستر ښار موصل ونیو او دهغه وخت راهیسې یې ددې ښار څخه د خپلو عملیاتو د مرکزي قرارگاه په توگه استفاده کړې ده.

د داعش ضد نړیوال ایتلاف همداشان په پام کې لري چې د داعش ضد جگړه په سوریه کې هم شدیده کړي. همدا اوس د امریکا په ملاتړ ځواکونه د منبج ښار په شاوخوا کې د داعش پر ضد په جگړه بوخت دي.

د منبج ښار د ترکیې او رقه ښار د عمده تدارکاتي لارې پر سر پروت دی. د رقه ښار د داعش ډلې د خپل خلافت د مرکز په توگه ټاکلی دی. په رقه کې د داعش ماتې او له منځه وړل د اسلامي دولت د ډلې پر وړاندې د نړیوال ایتلاف یو له عمدو اهدافو څخه دی.