شاته

په زرمت کې د افغان پوځ یو قوماندان د یو زده کوونکي لوڅ عکسونه اخیستي

د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو د قوماندان له لورې زده کوونکو ته د سپکاوي په غبرګون کې ددې ولسوالۍ ټول ښوونځي تړل شوي دي.

د پکتيا د پوهنې رئيس لقمان حکيم حکيمي امريکاغږ ته وويل، ښوونځي وروسته له هغه وتړل شول، چې د دوشنبې په ورځ د زرمت لپاره د ځانګړو ځواکونو قوماندان د ښوونځي له زده کوونکو سره له سپکاوي ډک چلند وکړ.

هغه وويل، چې د سيدعارف شېرزاد په نوم دغه قوماندان د زرمت ولسوالۍ اړوند د باتور په نوم ښوونځي ته ورغلی، لومړی يې په عام محضر کې له يو زده کوونکي بربنډ عکسونه اخيستي او وروسته يې ډزې کړې دي.

رئيس لقمان حکيمي زياته کړه، په دغه تاوتریخوالي کې يو زده کوونکی په وهلو ډبولو ټپي شوی او دويم يې د تومانچې په ګولۍ ويشتل شوی دی.

د هغه په وينا مرمۍ د زده کوونکي په خوله کې لګېدلې او ترشا يې وتلې ده، چې اوسمهال د کابل په ابن سينا روغتون کې بستري دی.

ددې پېښې په غبرګون کې نه يواځې ښوونکو او زده کوونکو ښوونځي تړلي، بلکې د سيمې د عامو خلکو غوصه يې هم راپارولې ده.

د سيمې دوه تنه اوسېدونکي وايي ” ښوونځي د دريو ورځو لپاره تړل شوي، خو که دا کس علني محاکمه نشي او سزا ورنه کړل شي، موږ د تل لپاره ښوونځي تړو. موږ چې زامن او وروڼه رالېږو، د تعليم او تربيې لپاره يې رالېږو، د بې حيايۍ لپاره يې نه رالېږو‟.

په همدې حال کې د زرمت ولسوال کپتان اخلاص امريکاغږ سره په خبرو کې ياده شوې پېښه کټ مټ تاييد کړه او ويې ويل، چې د قوماندان د نيونې په اړه يې له ولايتي چارواکو څخه امر ترلاسه کړی دی.

د پکتيا د والي مرستيال عبدالولي سهي هم ومنله، چې د قوماندان د نيولو امر صادر شوی، او دغه راز له زده کوونکو او ښوونکو څخه يې د پېښې د څېړنې په موخه درې ورځې وخت اخيستی دی.

عبدالولي سهي وويل ” اصلاً د ټولو بشري اصولو خلاف حرکت شوی دی. موږ ولسونو ته ډاډ ورکوو، چې نن مو په امنيتي غونډه کې جدي پرېکړه وکړه، چې دغه قوماندان بايد ونيول شي او د جرم د تثبيت په صورت کې ورته سخته سزا ورکړل شي‟.

د زرمت ولسوال کپتان اخلاص دغه راز وايي، چې قوماندان سيدعارف شېرزاد تر يادې پېښې مخکې په ځينو نورو جرمونو کې هم ښکېل بلل شوی او له دې موضوعاتو يې ولايتي چارواکي هم خبر کړي وو.

په ګردېز کې د جنوب ختيځو ولايتونو لپاره د بشر حقونو خپلواک کمېسيون دفتر هم پر ياده شوې پېښه خواشينې څرګنده کړې او د بيا تکرار د مخنيوي لپاره يې له حکومت د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.