شاته

پکتیا کې یو زده‌کوونکي ته د سپکاوي په غبرګون اعتراض

ولايتي چارواکي وايي، چې د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې شپېته ښوونځي د افغان ځانګړو ځواکونو د یو قومندان له لوري یو زده‌کوونکي سره د ناوړه چلند په غبرګون کې د اعتراض په توګه تړل شوي دي.

د پکتيا د پوهنې رئيس لقمان حکيم حکيمي امريکا غږ ته وويل، دغه ښوونځي يې وروسته له هغه وتړل، چې د دوشنبې په ورځ د زرمت لپاره د ځانګړو ځواکونو قوماندان سيدعارف شېرزاد د ښوونځي له زده کوونکو سره له سپکاوي ډک چلند وکړ.

هغه وويل، چې قوماندان شېرزاد د زرمت ولسوالۍ اړوند د باتور په نوم ښوونځي کې د ټوپک په زور په عام محضر کې له يوه زده کوونکي څخه بربنډ عکسونه اخيستي او وروسته يې ډزې کړې دي.

رئيس لقمان حکيم حکيمي زياته کړه، چې د ډزو په نتيجه کې دوه زده کوونکي ټپيان شوي هم دي، چې يو يې د کابل په ابن سينا روغتون او دويم يې د ګردېز په ملکي روغتون کې بستري دی.

نوموړي وويل: "تر هغه چې دغه کس ونه نيول شي او په سزا ونه رسول شي، زموږ د زرمت ټول ښوونځي به تړلي وي. تر ۳۵ زره ډېر زده کوونکي په کورونو کېناستل".

په همدې حال کې د زرمت ولسوال کپتان اخلاص امريکاغږ سره په خبرو کې ياده شوې پېښه کټ مټ تاييد کړه، خو ويې ويل، چې په پېښه کې ښکېل قوماندان نيول شوی او تر توقيف لاندې دی.

کپتان اخلاص همدارنګه زياته کړه، چې تر يادې پېښې مخکې هم قوماندان سيدعارف شېرزاد په ځينو نورو جرمونو کې ښکېل بلل شوی او د هغه د نيونې په اړه يې ولايتي چارواکو هم خبر هم کړی وو.

د پکتيا د والي وياند نقيب اتل وايي، چې له زده کوونکو او ښوونکو څخه يې درې ورځې وخت اخيستی، چې ياده پېښه په جدي ډول وڅېړي او وروسته د جرم د ثبيت په صورت کې مجرم ته سزا ورکړل شي.