شاته

د اتریش حکومت غواړي د هتلر کور ونړوي

د اتریش د کورنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ وویل دوی غواړي د نازي جرمني د مشر ادولف هتلر په کور کې یو لړ تغیرات راولي چې نور و نه پیژندل شي.

د دوشنبې په ورځ د اتریش حکومت اعلان وکړ چې د هتلر کور به ونړول شي او په ځای به یې بله ودانۍ جوړه شي. دوی وايي دا کار د دې لپاره کوي چې د نازي ډلې د پلویانو لپاره د هتلر د ودانۍ سپېڅلتیا له مینځه یوسي.

د د غه پلان د عملي کولو لپاره باید قانوني چوکاټ جوړ شي او پارلمان یې منظور کړي. د دغه کور د نړولو سپارښتنه د حکومت له خوا یو ګمارل شوي کمیسیون مطرح کړې ده.

په ویانا کې د یهودانو ټولنه او د حکومت له ملاتړه برخمن د نازیانو ضد د تحقیقاتو مرکز د هتلر د کور د نړیدو پلوي کوي.

هتلر په دغه کور کې د ۱۸۸۹ کال د اپریل په شلمه زېږېدلی و.

ځینې تاریخپوهان بیا وايي د هغه کور باید د نازیانو د مشر د یوازنیو پاتې شوو آثارو په توګه وساتل شي.