شاته

د اوباما وروستی رسمي میلمه څوک دی؟

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما په سپینه ماڼۍ کې وروستۍ رسمي میلمستیا ته د ایټالیا صدراعظم ماتیو رنزي وربللی و. ایټالیا د امریکا یو عمده او ټینگ متحد هیواد دی.

د امریکا هر جمهور رئیس د خپل حکومت د دورې په پای کې یوه رسمي میلمستیا کوي او په دې میلمستیا کې یو مهم میلمه وربلل کیږي.

د ایټالیا صدراعظم ماتیو رنزي د سه شنبې په ورځ دغې میلمستیا ته وربلل شوی و او په دې میلمستیا کې د امریکا مشهورې سندرغاړې گیوین ستفاني خپل هنر مینه والو ته وړاندې کړ.

بارک اوباما او میشل اوباما د خپلو خاصو میلمنو ماتیو رنزي او میرمن رنزي سره

بارک اوباما او میشل اوباما د خپلو خاصو میلمنو ماتیو رنزي او میرمن رنزي سره

سپینه ماڼۍ وایي چې د امریکا او ایټالیا مشران دواړه د یوې غښتلې ادغام شوې اروپا په اړه گډ نظر او د فکري نظره ډیر مشترک ټکي لري.

د اروپایي ټولنې څخه د برتانیې وتلو د یوې غښتلې او متحدې اروپایي ټولنې نظر کمزوری کړی او ټاکل شوی چې د دسمبر په څلورمه د حکومت په وړاندیز په ایټالیا کې په اساسي قانون کې د بدلون په اړه یوه عمومي نظر پوښتنه هم وشي. که دا کار ناکام شي نو د ښاغلي رنزي سیاسي راتلونکې به ناکامه شي.

د دولتي میلمستیا وروسته جمهور رئیس اوباما د خپل میلمه ښاغلي رنزي سره په گډ خبري کنفرانس کې گډون وکړ.

دواړو مشرانو په مختلفو موضوعگانو باندې خبرې وکړې او ښاغلي اوباما د روسیې سره وروستیو اړیکو ته په کتو سره وویل "مونږ داسې لارې چارې لټوو چې د روسیې سره همکاري وکړو".

خو هغه زیاته کړه چې "د روسیې تعرض یو چلنج دی".

بلخوا بیا ښاغلي رنزي وویل چې "د ایټالیا او اروپا لپاره تشکیلاتي اصلاحات مهم دي".

ښاغلي اوباما وویل چې اوس ددې وخت دی چې اروپا خپلې ودې ته پام وکړي.

ایټالیا د امریکا عمده متحد هیواد دی او ښاغلي اوباما ښاغلي رمزي ته چې په پخپل کور کې په دې نژدیو کې د مشرتابه له ازمون سره مخامخ دی، د یو ستوري میلمه په توگه هرکلی ووایه.