BBC
 شاته

د اسرایيلو پارلمان د استازو د ویستلو طرحه تصویب کړه

Image copyright Reuters
Image caption د یوه استازي د ویستلو لپاره د کنست یو پر څلورمه برخه یعنې د ۹۰ کسانو رایو ته اړتیا ده.

د اسراییل پارلمان – کنست – د چهارشنبې په ورځ د استازو د اخراج جنجالي طرحه "خاطي" تصویب کړه چې له مخې یې که "کوم استازی توکم پالنه وکړي او یا د اسراییلو پروړاندې وسله والو عملیاتو ملاتړ وکړي" ښایي د پارلمان د غړو په رایه یې غړیتوب سلب شي.

پارلمان کې تر جنجالي خبرو وروسته په دې اړه رایه ورکړل شوه چې د کنست د ۱۲۰ استازو له ډلې، ۶۲ ورته مثبته او ۴۷ منفي رایه ورکړ او پاتې ممتنع رایه وکاروله. ددې مصوبې له مخې، د یوه استازي د ویستلو لپاره د کنست یو پر څلورمه برخه یعنې د ۹۰ کسانو رایو ته اړتیا ده.

د کنست د مذاکراتو په لړ کې، په پارلمان کې عرب توکمو استازو له دې طرحې سره مخالفت وکړ او ویې ویل دا مصوبه په مشخصه توګه دوی په نښه کوي.

دا طرحه چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ملاتړ یې هم درلود، وروسته له هغه پارلمان ته وړاندې شو چې د پارلمان څو عرب غړو د څو فلسطینیانو د کورنیو له غړو سره وکتل چې د اسراییلو امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي و.

اسراییلي چارواکو وویل، وژل شويو کسانو د اسراییلو پروړاندې په یوه وسله واله هڅه کړې او له امنیتي ځواکونو سره جګړه کې وژل شوي وو او له هغوی نه ملاتړ د دغه هېواد د امنیت د کمزورې کولو په معنی دی چې دا استازي یې د پارلمان غړي دي.

د کنیست عرب استازو چې په دغه کتنه کې یې حضور درلود وویل، ددوی هدف د اسراییلو او یهودیانو پروړاندې د وسله والو عملیاتو ملاتړ نه دی، بلکې یوازې یې غوښتل یې فلسطیني کورنیو ته د هغوی د وژل شویو غړو په اړه ورسره خبرې وکړي.

د اسراییلو عرب وګړي ترډېره د عربو سیمو اوسېدونکي دي چې نن ترې د اسراییلو هېواد جوړ دی. په ۱۹۴۸ کال کې د اسراییلو د موجودیت په اړه د ملګرو ملتونو مصوبې تر اعلان لنډې مودې وروسته د عربانو او اسراییلو ترمنځ جګړه وشوه.

د جنګ تر پیل دمخه، په نوي هېواد کې مېشتو ډېرو عربو له جګړو د تېښتې په موخه خپلې سیمې پرېښودې، په داسې حال کې چې ځینو یې باور درلود چې عربان په برلاسي شي او د اسراییلو په لمنځه وړلو به د جګړې بېځایه شوي بېرته خپلو مېنو ته وروګرځي. دا جګړه د اسراییلو په ګټه پایته ورسېده او بېځایه شویو بېرته خپلو سیمو ته د ورګرځېدو موکه ونه مونده. کوم عرب چې خپلو کورونو کې پاتې شول، وروسته یې د اسراییلو تابعیت واخست.

Image caption لومړي وزیر نتنیاهو د استازو د اخراج له طرحې ملاتړ کړی و.

پردې سربېره، د اسراییلو ځینې عرب وګړي د غزې تراډې یا هم د اردن سیند لویدیځې تراډې اوسېدونکي دي چې د اسراییلو لخوا ددې سیمو تر اشغال کلونه وروسته یې وکولی شول ددې هېواد تابعیت واخلي. د اسراییلو چارواکو په وینا، عربان ددې هېواد نژدې ۲۰ سلنه وګړي جوړوي. اکثره عربان مسلمانان او د نژدې ۲۰ سلنه یې عیسویان دي.

د ۲۰۱۵ کال پارلماني ټاکنو کې، ۱۳ عرب توکمه اسراییلیان بریالي شول چې پارلمان ته لاره ومومي او اوسمهال په کنست کې درېیمه لویه ډله جوړوي. کنست کې د عربو ډله د اوسني دولت مخالفان دي.

د اسراییلي هاآرتص ورځپاڼې په لیکنه، د استازو د اخراج طرحه چې د دولت او پارلمان کې د ښې اړخي ډلو ملاتړ یې درلود، د نادولتي سازمانونو په اړه تر یوې بلې طرحې مطرح کولو وروسته تصویب شوه.

په هغې طرحه کې هغه نادولتي سازمانونه چې د خپلو فعالیتونو مالي منابع له نورو دولتونو اخلي، ملزم شوي چې دا سرچینې اعلان کړي.

ددې طرحې مخالفینو ویلي چې اصلي هدف یې پر نادولتي سازمانونو فشار راوړل دي چې اکثره یې چپ اړخي دي او په ځانګړې توګه د فلسطینیانو له حقونو او هغوی سره له سولې ملاتړ کوي. اروپایي ټولنې هم پر دې طرحې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا ډول قوانین کولی شي اسراییلو کې د دیموکراسۍ د کمزورې کېدو لامل شي.