شاته

د پاکستان پوځ وايي په ډیورڼد کرښه ازغن تار به په دوو میاشتو کې پوره شي

د پاکستان پوځ ویلي د افغانستان سره په ۲۶۰۰ کلومېټره اوږده پوله چې د ډیورڼد کرښه هم نومېږي د ازغن تار لګوولو کار به په راتلوونکو دوو میاشتو کې سر ته ورسول شي.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې د جمعې په ورځ د وایس اف امریکا سره په کال ۲۰۱۷ کې د شروع شوي منصوبې په اړه تازه معلومات شریک کړل. پاکستان ویلي وو د افغانستان سره په پوله د ازغن تار لګوولو هدف د وسله والو د تګ راتګ، سمګلنګ او د نور غیرقانوني حرکت مخه نیول دي.

ايي اېس پي ار وویل د پولې په قریباً "۸۳ فیصد " تار لګوول شوی دی. د دی ترڅنګ د ۵۰۰ مېلین مالیت منصوبې دلاندې د سلګونو په شمېره کې نوي سرحدي پوسټونه او قلعې هم جوړې کړی شوي دي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي ازغن تار د دریو میترو اوچتو ستنو په غبرګ قطار لګول شوی دی، د ستنو دواړه قطارونه د یو بل نه قریباً دوه میټره لرې دي او ترمنځ یې د نور ازغن تار ګونځې اېښودل شوي دي. دغه کټۍ یا ازغن تار په دشتو او د لوړو غرونو په سیمو تېریږي چې په ځینو ځایونو کې یې اوچت والی ۴۰۰۰ میټره ته رسي.

ايي اېس پي ار وویل په پوله د ازغن تار له امله په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کمی شوی دی. د وي او ای رپورټ وايي د ازغن تار په لګوولو کار کوونکو پاکستاني عسکرو وسله والو حملې کړي دي او په ځینو موقعو یې د افغان امنیتي ځواکونو سره نښتې هم شوي‌ دي.

د وي او ای رپورټ وايي په کال ۱۸۹۳ کې په هندوستان د انګریزانو د واکمنۍ په مهال راښکل شوي ډیورنډ لاین افغانستان په تاریخي توګه لانجمنه پوله بللي ده خو پاکستان یې په کرښه اعتراضونه ردوي، وايي په کال ۱۹۴۷ کې د ملک د جوړیدو وروسته ډیورنډ لاین نړیوال سرحد دی.

د پوځ په مشرۍ کې د پولې د انتظام منصوبي دلاندې اسلام اباد وايي د افغانستان سره تجارت او خلکو د تګ راتګ اسانوولو دپاره یې سهولتونه هم بهتر کړي دي.

ايي اېس پي ار وویل پوځ د ایران سره په پوله د امنیت ښه کوولو کار هم شروع کړی دی او د پولې په ۳۰ فیصد برخه یې ازغن تار لګوولی دی. د پوځ د مطبوعاتو ادارې وویل د ایران سره د پاکستان په ۹۰۰ کلومیټره اوږده پوله د ازغن تار لګوولو کار به د ۲۰۲۱ تر اخیره سر ته ورسول شي.