شاته

د امریکې د شهریت خواهش مندو نه به اوس زیات پېچیده امتحان اخیستل کیږي

په امریکا کې په قانوني توګه مېشته کسان به د شهریت ترلاسه کوولو دپاره اوس زیات لوی او پېچیده امتحان ورکوي.

د ۲۰۲۰ د ډسمبر د لومړۍ میاشت نه وروسته د امریکې د شهریت خواهش مند کسان به د امریکې تاریخ او حکومت په اړه د شهریت په نوي امتحان کې به د ۱۰۰ پوښتنو پرځای ۱۲۸ سوالونو ځوابونه ورکوي وي.

امریکايي ادارې يو اېس سي ايي اېس چې د شهریت امتحان اخلي تېر کال یې اعلان کړی و چې د شهریت دپاره په امتحان کې به بهتري کوي. د کال ۲۰۰۸ نه پس د شهریت په امتحان کې دا لومړي اصلاحات دي.

کېن کوچینېلي چې په هغه وخت د یو اېس سي ايي اېس موقتي مشر وویل په یو بیان کې ویلي وو یو اېس سي ايي اېس دا ذمه واري په غاړه لري چې نوي شهریان د امریکايي شهریت د نه معنې او د هغه اقدارو نه خبري کړي چې ټول امریکايي شهریان رایوځآی کوي او په دې لړ کې د شهریت په امتحان کې اصلاحات د ادارې دنده ده.

د امتحان په بله برخه کې به د شهریت امیدواران د کامیابېدو دپاره په ۲۰ کې د ۱۲ پوښتنو صحیح ځوابونه وايي. په زوړ امتحان کې به ۱۰ کې د شپږو سوالونو ځوابونه صحیح کول لازمي وو.

هغه خلک چې ګرین کارډ یا په قانوني توګه د مستقل استوګنې او د روزګار اجازت لري، شهریت ترلاسه کوولو دپاره یې امتحان د شهریت د مرحلی اخېری پړاو وي. د امتحان پوښتنې د یواېس سي ايي اېس افسران د امیدوارانو د مرکې یا انټرویو په وخت زباني کوي.

د مېري لېنډ د مانټګمري کالج کې د شهریانو د تیاروولو د مرکز نېنسي نیوټن وايي د شهریت د نوي امتحان دپاره به د وړاندې په مقابل کې په انګریزۍ ژبه کې د زیات مهارت ضرورت وي.

یو اېس سي ايي اېس وایي د شهریت په امتحان کې د کامیابۍ دپاره به په مجموعي توګه د پخوا په څیر ۶۰ فیصد نمبرې اخیستل لازمي وي، د امتحان زیاتره سوالونه نه دي بدل شوي، ځینو پوښتنو ته په بدل شکل ورکړی شوی دی او ځینې پوښتنو په ځوابونوکې به د زیات وضاحت ضرورت وي.

د مهاجرت ځینو فعالانو به نوي امتحان تنقید کړی او وايي ځینې پوښتنې بغیر د څه ضرورت مشکل کړی شوي دي.

د امرېکن امیګرېشن کاونسل نومې ادارې ارن ریچلن مېلنېک ځينې پوښتنې سیاسي دریځ څرګندوي. هغه وايي د نوي امتحان یوه پوښتنه زیاته سیاسي معنا لري. هغه وايي په پخواني امتحان کې به د امیدوار نه دا سوال کېدو چې د سېنټ غړی د چا نمایندګي کوي؟ د دې په مجوزه ځوابونو کې دا ووی چې سنېټر د ریاست د ټولو خلکو نمایندګي کوي.

خو په نوي امتحان کې د دې پوښتنې چې د سېنیټ غړي د چا نمایندګي کوي مجوزه ځواب یې دی چې د ریاست د ټولو شهریانو، یعنې د خلکو لفظ په شهریانو بدل کړی شوی دی. خو ارن ریچلن مېلنېک وايي دا صحیح خبره نه ده او د کانګرس یو غړی د خپلې حلقې د ټولو خلکو نمایندګي کوي که هغه شهریت دی او که نا؟ هغه وايي دا ماده د امریکې د قیام راهسې هم دغه ډول ده.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي دا به کتنه وي چې ایا نو منتخب صدر به د شهریت په امتحان کې شوي بدلونونه پرځای وساتي او که بدل به یې کړي.

یواېس سي ايي اېس وايي د ۲۰۲۰ د اوړي په موسم کې یې د ټولنیزو تنظیمونو او رضاکارانو په مرسته نوي امتحان ته حتمي شکل ورکړو.