شاته

په راولپنډۍ کې د بم په چاودنې کې ۱ تن وژل شوی

د پاکستان د راولپنډۍ ښار ځایي پولیس وایي په دغه ښار کې د بسونو یوې اډې سره نږدې د سړک د غاړې د ماین په چاودنې کې لږ تر لږه ۱ تن وژل شوی او ګڼ شمیر ټپي شوي دي.

پولیسو تردې وړاندې ویلي و چې بم په یوې ریکشا کې ځای پر ځای شوی و خو د راولپنډۍ د ښار پولیسو وروسته په یوې اعلامیې کې تائید کړله چې چاودیدونکي مواد د سړک په غاړه کې ایښودل شوي و.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د چاودنې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی. په هغو عکسونو او ویډیوګانو کې چې د پاکستان په تلویزیونو کې خپرې شوي، پکې ښودل کیږي چې یوې ریکشا اور اخیستی او پولیس او د بیړني خدماتو مامورین ترې ګیر چاپیر ولاړ دي.

د پاکستان د پوځ عمومي قوماندانۍ او د استخباراتو اداره دواړه د روالپنډۍ په ښار کې دي چې د پلازمینې اسلام آباد نه تقریباً ۱۵ کیلومتره جنوب لور ته دي.

د همدې کال د جون په میاشت کې هم د روالپندۍ د ښار په یو بازار کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې زیاته وي، د بم په چاودنې کې لږ تر لږه ۱۵ تنه ووژل شول.