شاته

پاکستان: په ۲ میاشتو کې به د ډیورنډ په ټولې کرښې د اغزن تار لګولو کار بشپړشي

د پاکستان پوځ ویلي چې په راتلونکو ۲ میاشتو کې به د ډیورنډ په ۲۶۰۰ کیلو مټره کرښې د اغزن تار کار چې کارونه یې په ۲۰۱۷ کال کې پیل شوي و، بشپړیږي.

پوځ نن د جمعې په ورځ، ډسمبر ۴(لیندۍ۱۴) د امریکا غږ سره د ډیورڼد په کرښه د اغزن تار د لګولو ارزیابي شریکه کړې. د پاکستان پوځ ویلي و چې اغزن تار د وسله والو د تګ راتګ د مخینوي لپاره لګوي.

د پاکستان پوځ دا کار د افغانستان د حکومت د مخالفت سره سره په یو اړخیزه توګه لګوي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې ویلي چې د ډیورنډ د کرښې په لویدیځه برخه کې د اغزن تار د لګولو چارې ۸۳ په سلو کې بشپړې شوي.

پوځ ویلي چې پدې پروژې تقریباً ۵۰۰ ملیونه امریکایي ډالر لګښت راځي.

د پاکستان پوځ همدارنګه د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې سلګونه نوې پوستې او چوڼۍ جوړې کړي.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې ویلي چې د ډیورنډ په کرښې د امنیتي پروژو له وجې په پاکستان کې تروریستي پیښې کمې شوي.