شاته

د امریکا د استخباراتو رئیس: چین غواړي په ټولې نړۍ سلطنت وکړي

د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې مشر جان رټکلیف خبرداری ورکړی چې چین د متحدو ایالاتو سره د یوې دوامداره سیالۍ لپاره تیاری نیسي.

ښاغلي رټکلیف په یوې مقالې کې چې د پنجشنبې په ورځ د وال سټریټ ژورنال په ورځپاڼې کې خپره شوه، لیکلي چې "امریکا هم باید چمتو وي."

دا لومړی ځل ندی چې د امریکا استخبارات او امنیتي ادارې د چین د ګواښونو په اړه خبرداری ورکوي. امریکایي چارواکو د کلونو راپدیخوا خبرداري ورکړي چې د چین پراخیدونکی نظامي او اقتصادي ځواک امریکا ته مخ په زیاتیدونکی خطر دی.

د امریکا د استخباراتو دغه جګپوړي چارواکي په دوامداره توګه ویلي چې چین ورته د اسخباراتو له پلوه تر بل هر څه لومړیتوب لري.

جان رټکلیف همدارنګه څو ځله په کانګریس کې د دیموکرات ګوند د غړیو سره پدې جنجال کړی چې هغوي انتقاد کوي چې زه د یو "غلط بیان" پر مخ بیولو له لارې پدې ټینګار کوم چې چین نسبت روسیې ته ستر ګواښ دی.

خو ښاغلي رټکلیف د فاکس بزنس نیوز سره په تازه مرکې کې ویلي " نه غواړي روسیه کمه وښیي خو هر څوک چې استخبارات څاري پدې پوهیږي چې کوم خطر چې د چین نه مونږ ته متوجه دی، د پام وړ په اندازې ستر دی".

د امریکا د استخباراتو او امنیتي ادارې مسؤلینو تر دې دمه پدې تمرکز درلود چې چین غواړي د امریکا اقتصاد مغلوب کړي. د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې د معلوماتو پر اساس د اقتصادي جاسوسي قضیې چې چین پکې لاس لري، پدې تیرو لسو کالونو کې ۱۳ په سلو کې ډیرې شویدي.

چارواکو همدرانګه د چین د نظامي قوت په اړه هم اندیښنه ښودلې. د امریکا د ملي دفاع په تازه تګلارې کې چین او روسیه د دویم نړیوال جنګ نه وروسته د نړۍ د نظم لپاره دوه مهم ګواښونه بلل شوي.

د امریکا نظامي چارواکي پخوا پدې باور و چې روسیه نسبت چین ته کم ګواښ دی خو اوس دا نظریه بدله شوې.

په آرام سمندر کې د امریکا د هوایي ځواکونو قوماندان جنرال کینیت ولسباچ تیره ورځ د دفاعي چارو د خبریالانو یوې غونډې ته وویل " زه د شک پرته د چین هوایي ځواک ته د دښمنۍ د رهبرۍ په توګه ګورم.