شاته

ژیړې تبې په نایجریا کې ۱۷۲ تنه مړه کړي

د روغتیا نړیوال سازمان وایي د دغې ژیړې تبې خپریدو د نایجریا د روغتیایي سیستم لپاره چې د افریقا په لویه وچه کې د ټولو نه زیات نفوس لرونکی هیواد دی، اضافي ستونزه پیدا کړې.

ډبلیو ایچ او نن د جمعې په ورځ، ډسمبر ۴ (لیندۍ۱۴) ویلي چې دغې ژیړې تبې تر اوسه ۱۷۲ تنه وژلي دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي چې له یوې خوا د کویډ ۱۹ بیماري او له بلې خوا د څو نورو بیماریو په یو وخت کې خپریدل په نایجریا کې د بشري ناورین سبب کیدی شي.

د ډبلیو ایچ او ویاند تاریک جساوریچ په ژنیو کې خبریالانو ته ویلي چې په نایجریا کې پخوا هم څو ځله ژیړې تبې راغلي خو دا تازه یې د ۲۰۲۰ کال د نومبر په میاشت کې لیدل شوې.

ښاغلي جساوریچ وایي د نومبر د میاشتې د ۲۴ راهیسې چې دغه تبه خپره شوې، تر اوسه یې شاوخوا ۵۳۰ تنه نیولې او ۱۷۲ یې مړه کړیدي.

ملګري ملتونه وایي چې د نایجریا ملي او ایالتي چارواکي په اوس وخت کې ډیر تمرکز د کویډ ۱۹ د بیمارۍ سره مبارزې کې کوي او د ژیړې تبې د خپریدو په هکله د څیړنو لپاره په کافي اندازه بشري امکانات نشته.

ژیړه تبه ځانګړې درملنه نلري. دا ناروغي ډیری وخت په کلیوالیو سیمو کې د غوماشو له لارې د یو انسان نه بل ته خپریږي.