BBC
 شاته

اېکسپرس ټریبیون: طالبانو مولوي نېک محمد تهران کې خپل استازی ټاکلی

د پاکستان چاپ اېکسپرس ټريبيون ورځپاڼه په خپل خپاره کړي يوۀ مطلب کې د طالبانو د يوې سرچينې له خوله وايي چې دوى له ايران سره خپلو اړيکو ته رسمي بڼه ورکړې او مولوي نيک محمد يې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په کندهار کې د ښوونې او روزنې مشر و، په تهران کې د دغې ډلې استازى ټاکلى.