شاته

دکرونا وایرس له امله دخېبر پښتونخوا زندانونو کې بندیانو سره په لیدنو اؤ هوټلو کې په خوراک بندیز

پاکستان کې د کرونا د څار ادارې يا نیشنل کمانډ اېنډ اپريشن سنټر په هداياتو د خېبر پښتونخوا حکومت د کرونا وايرس مخنيوي د پاره د صوبې په کچه په هوټلونو کې دننه خوراک کولو او په جېلونو کې قيديانو سره ملاقات کولو باندې بندېز لګولې دې۔

د حکومت لخوا جاري شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په هوټلو کې به يوازې په خلاص میدان دخوراک کولو يا د هوټل نه خوراک وړلو اجازه وي.

خو دهوټلونو د اتحاديي غړي د حکومت د دغې پرېکړې غندنه کوي او وايي چې دې سره به يې د وړاندې نه اغېزمن شوی کاروبار نور هم وځپل شي.

په زندانونو کې بندیانو سره په لیدنو دبندېز په اړه د پېښور حيات اباد مېډيکل کمپلیکس ډاکټر قېصر فاروق وي او اوی ډيوه ته وويل چې داسې ډول ګامونو پورته کولو سره د کرونا وايرس په خلکو کې د خورېدو تر ډېر حده پورې مخنيوی کېدلی شي.

هغه وایي" جېل کې ګڼه ګوڼه وي نو هلته دا بيماري زر خورېدی شي نو بهر نه که يو هم په کرونا وایرس اخته تن راشي نو هغه دا بيماري په جيل کې خورولی شي، او دغه شان يو تن د جېل نه کور ته دا بيماري هم وړلی شي نو په کومو خلکو کې چې علامات ښکار ه شوي وي نو هغو له خو بلکل نه دي پکار چې يو ځائ ته لاړ شي او هلته ملاقات وکړي"

نوموړي زياته کړه په بندو هوټلونو کې د کرونا وايرس خورېدو له پاره که ماحول سازګار وي نو بايد چې خلک د حکومت په دغه فېصله چې دوئ باید خلاصه فضاء کې خوراک وکړي يا کورونو ته خوراکي شيان يوسي ضرور عمل وکړي ترڅو دا وايرس د نور مالي او ځاني زيان سوب و نه ګرځي.

" چې په هوټل کې دننه بند ځائ کې خوراک نه ترلاسه کیږي او بهر ترلاسه کیدای شي نو دا خو ښه خبره ده، خو چې کومو هوټلو سره ازاده فضا کې ځائ شته نو هلته که خلک کېښني نو د وايرس خورېدو اندېښنه ډیره کمه وي"

بلخوا په پېښور کې مېشت د هېواد په کچه د هوټلونو د اتحاديي مشر حبيب الله زاهد د حکومت د دغې پريکړې غندنه کوي او وايي چې دې سره به د وړاندې نه متاثره شوی د هوټلونو کاروبار نور هم اغېرمن شي۔

نوموړې ډيوه ته وویل وړومبی به حکومت سره په دې اړه مذاکرات کوي او که چېرې بيا هم دا فېصله يې پرځائ وساتله نو د احتجاج لار به خپله کړي.

دهغه په وینا"په ټول پاکستان کې نور ټول کاروبارونه خلاص دي نو دا ورته اسان هدف دی او زرهوټلونه بند کړي، مونږ ددې غندنه کوؤ، نن ټرانسپورټ خلاص دی، په بي ار ټي بسونو کې سلګونه خلک ناست وي نو چې هغه چلېدلی شي، جهازونه چلېدلی شي نو زمونږ هوټلونه ولې نه شي چلېدلی؟"

د خېبر پښتونخوا د جېلونو د محکمې د شمېرو ترمخه موجوده وخت کې د صوبې په کچه ټولو جيلونو کې خواوشا 11900 بندیان پراته دي چې پکې څه کم 300 ښځې هم شاملې دي.

د محکمې نه دترلاسه شوؤ معلوماتو له مخې د کرونا وبا د ړومبۍ چپې په مهال 42 بندیان په کرونا وایرس اخته شوي وؤ.

د صوبې د زندانونو مشر مسعود الرحمان وي او ای ډيوه ته وويل په زندانونو کې د بندیانو ګڼه ګوڼه وي نو هلته دکرونا وايرس په چټکتیا سره د خورېدو امکان شتون لري ځکه يې په ملاقات کولو بندېز ولګولی شو.

هغه وویل په جيلونو کې د کرونا وايرس پرضد ټول نور اړونده اقدمات هم عملي کړل شوې دي.

"د ملاقاتونو نه دوه قسمه نقصانونه کېدای شول، يو هغه چې کوم خلک ملاقات د پاره راتلل هغوئ يو بل متاثره کولی شول، او دوېم دا چې دوئ دننه کومو بندیانو سره ملاقات کوي او سامان ورکوي نو دا وايرس هغې سره دننه هم تللې شي، نو ددې وجې نه د قيديانو د بهترۍ او د هغو د رشته دارو د بهترۍ د پاره حکومت په ملاقاتونو پابندي ولګوله"

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې لخوا جاري شويو شمېرو ترمخه د صوبې په کچه دتېرو 24 ساعتو په مهال 218 تنان په کرونا وايرس اخته شوي دي درې تنه په دې وایرس مړه شوي دي.

شمېرې ښايې چې د صوبې په کچه تردې دمه د کرونا وايرس نه ټول 47 زره، 900 او 19 تنان ناروغه شوي او په کرونا وايرس اخته 1378 ناروغان په مړه شوي دي

  • 16x9 Image

    عبدالرزاق ـ

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د سیمې د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.