شاته

حکومت طالبانو ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کړې

په قطر کې د سولې په مذاکراتو کې له پرمختګ سره هم‌مهاله په افغانستان کې د ناامنیو پېښې هم زیاتې شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي په تیرې یوې شپې او ورځ کې په شپږو ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو په ځواب کې د افغانستان امنیتي ځواکونو دغې ډلې ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۳ (لیندۍ ۱۳) امریکا غږ ته وویل چې په دغو بریدونو کې ۱۴۹ طالبان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.

ښاغلي امان په دغو بریدونو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دغه نښتې دکندهار، هلمند، میدان وردګ، ارزګان، فاریاب او هرات په ولایتونو کې شوي دي.

د دفاع وزارت د معلوماتو په اساس طالبانو ته تر ټولو زیاته مرګ‌ ژوبله په کندهار ولایت کې اوښتې ده. فواد امان وویل چې طالبانو تېره ورځ د دغه ولایت دژیړۍ، ډنډ او معروف په ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.

د هغه په وینا د افغان نظامیانو په ځوابي بریدونو کې ۸۵ طالبان ووژل شول، ۱۸ نور ټپیان شول او یوه اندازه مهمات او وسایط یې هم له منځه لاړل.

وسله‌والو طالبانو تراوسه د افغانستان د دفاع وزارت د څرګندنو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

په افغانستان کې د ناامنیو او تازه جګړو په تړاو څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تیره ورځ په قطر کې د سولې د مذاکراتو ښکیلو خواو د سولې د خبرو د مقدمې او کړنلارې پر سر توافق ته ورسېدل او ټاکل شوې چې د دغو مذاکراتو پر اجنډا بحثونه پیل شي.