شاته

د امریکا ۴۰ ایالتونه په فیس بوک حقوقي دعوا کوي

ټاکل شوې د امریکا د متحدو ایالاتونو ۴۰ ایالتونه په محکمو کې د ټولنیز رسنیو تر ټولو د لویې شبکې، فیس بوک په خلاف حقوقې دعوې وکړي.

د امریکا دغه ایالاتونه چې مشري یې د نیویارک ایالت کوي د فیس بوک د شرکت لخوا د اعتماد ضد ممکنه سرغړاونو په هکله تحقیقات کوي.

ښایي په محکمو کې د فیس بوک په خلاف دغه حقوقې دعوې بله اوونۍ ثبت شي.

د ټولنزیو رسینو پدې ستر شرکت یو تور دا هم دی چې یو شمیر وړې شبکې چې ښایي په راتلونکې کې ددې شرکت سره په بازار کې سیالي وکړي، په ارزانه بیره پیري. فیس بوک په ۲۰۱۲ کال انسټګرام او په ۲۰۱۴ کال کې وټس اپ وپیره.

پخپله د فیس بوک شرکت تر اوسه د دې موضوع په اړه تبصره نده کړې.

دا لومړی ځل ندی چې د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د ټکنالوژیو په سترو شرکتونو دعوې کیږي.

د امریکا عدلیې وزارت د همدې کال د اکتوبر په میاشت کې د ګوګل په شرکت هم دعوا کړې وه.

د فیس بوک اجرائیوي رئیس مارک زوکربیرګ د کانګریس په څو استماعیه غونډو کې منلې چې د ټکنالوژۍ په ډګر کې ګڼ شمیر سیالان لري او د وټس اپ او انسټګرام د جنجالې معاملې دفاع یې هم کړیده. ښاغلي زوکربیرګ ویلي چې دغه شرکتونه واړه و خو د فیس بوک په مرستې او همکارۍ په غټو شرکتونو بدل شول.