شاته

افغانستان کې د کرونا ۲۷۶ تازه مثبتې پېښې شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د دوه زره او ۳۷۹ معاینه شویو مشکوکو سمپلو له شمېرې ۲۷۶ یې مثبت تشخیص شوي دي.

دغه وزارت همداشان ویلي چې په دې موده کې ۱۹ تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي او ۲۷۶ نور بېرته روغ شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د شمېرو په اساس د تازه پېښو په ثبت سره په دغه هېواد کې په کروناویروس د اخته شویو کسانو مجموعي شمیره ۴۷زره او ۲۵۶ ته، د روغو شویو کسانو شمیره ۳۷زره او ۳۰۲ ته او د مړو شویو شمیره ۱۸۴۱ ته پورته شوې ده.

د دغه وزارت معلومات ښيي چې په کروناویروس د اخته کېدو او مړینې تر ټولو زیاتې پېښې په کابل، هرات او کندهار ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره کابو یو کال وړاندې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې تشخیص او په چټکۍ سره په نړۍ کې په مرګونې ناروغۍ بدله شوه.

د امریکا د جانس هاپکنس پوهنتون د معلوماتو په اساس د پنجشنبې په تر ورځې ډیسمبر درېیمه (لیندۍ ۱۳) په نړۍ کې څه باندې ۶۴ میلیونه او ۵۷۰زره کسان په دغې ناورغۍ اخته شوي چې له دې شمېرې کابو ۱.۵ میلیونه یې مړه شوي دي.