شاته

د ډينيل پرل د وژنې سازش عمرسعید شېخ جوړ کړی ؤ، د سيند حکومت وکيل فاروق اېچ نايک وايي

د پاکستان په ستره محکمه [سپريم کورټ] کې د امریکايي جرنلېسټ ډينيل پرل د مقدمې د اورېدنې په مهال د سيند حکومت وکيل فاروق اېچ نايک عدالت ته ويلي احمد سعيد عمر شېخ د ډينيل پرل د وژنې سازش جوړ کړی ؤ.

د يادې مقدمې اورېدنه د جسټس مشيرعالم په مشرۍ د درې کسيزه ججانو ډلې کړې او د سيند حکومت وکیل فاروق اېچ نايک عدالت ته په دليلونو وړاندې کولو کې ویلي چې احمد عمر شېخ نوم بدل کړی او د محمدبشير په نوم يې د ډينيل پرل سره ملاقات کړی ؤ.

فاروق اېچ نايک عدالت ته د جرنلېسټ اصف محمود فاروقي بيان وړاندې کړی چې په هغه په جرحه شوې او په هغې کې ګواه ويلي هغه نه دی خبر چې ډینيل پرل د سي ايي ای يا موساد دپاره کار کولو.

جسټس سردار طارق ویلي که په راولپنډۍ کې کېدونکی ملاقات سازش ؤ نو اصف فاروقي ملزم جوړول پکار ؤ.

فاروق اېچ نايک ویلي جرنلېسټ اصف فاروقي ته نه مالومه چې دغه تن احمد عمر شېخ دی.

نوموړي وکیل د اورېدنې وروسته مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل احمد عمر شېخ د مظفر په نوم په هوټل کې کمره اخستې او بيا يې ورسره د بشير په نوم ملاقات کړی ؤ.

هغه ويلي د دې مطلب دا دی چې د ډینيل پرل د اغوا يا تښتولو په اړه سازش هم دلته جوړ شوی ؤ.

فاروق اېچ نايک ويلي په دې معامله کې د لومړۍ ورځې نه سازش شوی ؤ.

نړيوال سازش

فاروق اېچ نايک عدالت ته ویلي چې ډينیل پرل ته په پېزار کې په پټه بم وړونکي تورن رچرډ رېډ د پير و مرشد شاه جېلاني سره ملاقات کول غوښتل. پیر مبارک شاه سره د ليدو په اړه عارف نومې تن ويلي ؤ چې هغه تراوسه مفرور دی.

په راولپنډۍ کې دغه ليدنه په اکبر انټرنيشنل هوټل کې د عارف په نوم کړې او ځان يې جرنلېسټ معرفي کړی او هغه ترننه په دې مقدمه کې مفرور دی.

رچرډ رېډ

د وي او ای اردو د خبر ترمخه رچرډ رېډ په نړیواله توګه په شوبمبار پېژندل کيږي ويل کيږي هغه په 2001 کې په امریکايي الوتکه کې د پېرس نه میامي ته په پېزار کې په پټه بم وړلی او په الوتکه کې يې د چاؤدنې هڅه کړې وه، خو ويل کيږي مسافرو قابو کړی او الوتکه بيا په بوسټن هوايي اډه کوزه کړی شوې وه.

په پلټنو کې مالومه شوې وه چې هغه د پاکستان او افغانستان څو ځله سفر کړی ؤ، او هغه په لاهور کې د پيرمبارک شاه جېلاني مريد ؤ او ډينیل پرل د رچرډ د پير سره ليدل غوښته، او پير سره د ليدو دپاره ډينیل پرل د عمر شېخ سره په لومړي ځل ليدلي وو.

فاروق اېچ نايک ویلي دا سازش، نړيوال سازش ؤ او احمد عمر سعيد شېخ په خپل بيان کې ویلي ؤ د پاکستان حکومت هغه امريکې ته سپارل غوښته او که داسې شوی وی نو د امریکې به هم هغه انجام ؤ کوم څه چې د هند سره شوي وو.

احمد سعيد عمر شېخ په کال 1999 کې په کهټمنډ کې د الوتکې د تښتولو وروسته د هند د بند څخه ازاد کړی شوی ؤ.

سپریم کورټ دغه مقدمه د يوې ورځې دپاره ځنډولې او فاروق اېچ نايک ته یې د دليلونو جاري ساتلو ويلي دي.

امریکايي جرنلېسټ ډينيل پرل په کال 2002 کې تښتول شوی او بيا وژل شوی ؤ.

احمد عمر شېخ او د هغه ملګري د ډينيل پرل د وژنې په تور نیول شوي او عدالت هغو ته بيا سزاګانې اورولې وې.

خو روان کال سيند هايکورټ د دغو سزاګانو پرضد اپيل کې د عمر شېخ سزا کمه کړې او نور ملزمان يې بري کړی وو خو د سيند صوبې حکومت د دغه فېصلې پرضد سپريم کورټ ته تلی ؤ.

ويل کيږی د سيند هايکورټ د فېصلې پرضد د ډینيل پرل مور او پلار هم عدالت ته خواست کړی دی.