شاته

امریکايي عدالت په اېچ ون بي ډول ویزو د حد مقرروولو قوانین مسترد کړي

د امریکي یو وفاقي عدالت د صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت هغه دوه قوانین مسترد کړي دي چې ترمخه یې امریکې ته د راتګ دپاره د اعلا صلاحیت لرونکو غېرملکي په اېچ ون بي ویزو حدود ټاکل شوي دي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي د دغه قانونو ترمخه امریکايي کمپنۍ مجبوره شوي دي چې اېچ ون ویزه لرونکو کاروکوونکو ته زیاتې تنخاګانې یا معاشونه وکړي او د لاندې هغه مدونه هم کم شوي دي چې د اېچ ون بي ویزې دپاره اهلیت لري.

د زیاتو معاشونو په قانون د اکتوبر په میاشت کې عملداري شروع شوي ده او د اېچ ون ویزو د درجه بندۍ په قانون به د اینده هفتې نه عملداري شروع کېدله.

د یو اېس ډسټرکټ کورټ یا عدالت جج جېفري وایټ په خپله فېصله کې وویل د محنت وزارت په غلطه توګه د یو میاشت هغه وخت له منځه وړلی دی چې د نوي مجوزه قانون د عملي کېدو نه وړاندې په دې اړه ولسي عبرګون دپاره ته ورکړی کیږي.

عدالت د حکومت دا دلیل هم رد کړو چې د کرونا وایرس په مهال د ایچ ون ویزو په درجه بندۍ کې کمی ضروري و.

د امریکې د داخلې سلامتیا وزارت یا ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سکیورټي دا دریځ وو چې د کرونا وایرس په مهال د امریکايي کارکوونکو د معاش د تحفظ دپاره د اېچ ون وېزو پروګرام مظبوطوول ضروري وو.

خو جج وایټ وویل چونکې حکومت د اکتوبر پورې دغه قوانین نه وو شایع کړي نو ځکه دا دعوه نشي کولی چې د امریکايانو د روزګارونو د تحفظ دپاره یې په بیړني بنیاد ګامونه اخیستل.

عدالت وویل که څه هم دواړو ادارو، ډپارټمنټ اف هوم لېڼد سېکیورتي او د محنت وزارت، دا خبره کووله چې د کرونا وایرس له امله په امریکا کې په بې روزګارۍ کې په چټکتیا اضافه کیږي او په دې لړ کې په بیړنۍ توګه د ګامونو ضرورت دی خو د شپږو میاشتونه زیات وخت پورې څه نه وو کړي.

اېچ ون بي ویزې اعلا مهارت لرونکو خارجيانو ته په امریکا کې د کار دپاره ورکړی کېږي چې لږ تر لږه د بي ای یا د څلوارلسمه پورې تعلیم یې کړی وي.

په موجوده وخت کې امریکا هر کال قریباً ۸۵۰۰۰ هغه غیرملکیانو ته په امریکا کې په عارضي توګه اېچ ون بي ویزې ورکوي چې د ټېکنالوجۍ، انجینرنګ او د طب په مدونو کې کار کولی شي.