شاته

د دوحې خبرو کې پرمختګ،خلیلزاد وایي اوس به په دائمي اوربند اؤ سیاسي تګلاره خبرې کیږي

امریکا، ملګرو ملتونو اؤ افغان دولت د دوحې خپل منځني خبرو کې د دوه نیمو میاشتو له ځنډ وروسته د رامنځته شوي دې مهم پرمختګ تود هرکلی کړی اؤ وایي دا پرمختګ به اوس افغانستان کې دائمي اوربند اؤ دسیاسي تګلارې مشخص کولو ته روؤنه پرانزي‌.

دوحه کې دافغان دولت اؤ طالبانو ترمنځ دسولې روانو خپل منځي خبرو دپاره دمذاکراتو په څرنګوالي دواړو خواؤ اتفاق کړی اؤ کاري کمیټیو ته یې سپارښتنه کړې چې باید دبین الافغاني خبرو دپاره دایجنډې موضوعات ترتیب کړي.

امریکا، ملګرو ملتونو اؤ افغان دولت د دوحې خپل منځني خبرو کې د دوه نیمو میاشتو له ځنډ وروسته د رامنځته شوي دې مهم پرمختګ تود هرکلی کړی اؤ وایي دا پرمختګ به اوس افغانستان کې دائمي اوربند اؤ دسیاسي تګلارې مشخص کولو ته روؤنه پرانزي‌.

دچهارشنبې په ورځ په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم په پخپله ټوئټر پاڼه لیکلي

“د بين الافغاني مذاکراتو طرز العمل د مقدمې په شمول نهايي شوی دی، او پر اجنډا کار پيل کېږي”

دافغان دولت د مرکچي پلاوي غړي نادر نادري هم په ټوئټر دا خبره منلې ده اؤ لیکلي یې دي چې دبین الافغاني مذاکراتو په طرز العمل له صلاح کیدو وروسته په ایجنډا بحث پیل کیږي.

دواړو خواؤ د بین الافغاني مذاکراتو په څرنګوالي له اتفاق کولووروسته یوه ګډه اعلامیه کې ویلي نن(چهارشبنه) د دواړو ډلو ترمنځ شریکه غونډه هم ترسره شوې اؤ دافغان مرکچي پلاوي د ویاند ښاغلي نادر نادري په وینا دې غونډه کې ګډو کاري کمیټو ته سپارښته شوې چې دبین الافغاني خبرو دپیل دپاره باید دایجنډې موضوعاتو ته ترتیب ورکړي.

د بین الافغاني خبرو په څرنګوالي دافغان خواؤ ترمنځ له صلاح راتلو وروسته افغان سولې دپاره دامریکا ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد په ټوئټر لیکلي “دواړه افغان اړخونه یو مهم پړاؤ ته رسیدلي اؤ اؤ درېو پاڼو دا هوکړه به دسیاسي تګلارې اؤ هر اړخیزه اوربند دپاره دخبرو اترو اصول مشخص کړي”

هغه لیکلي “افغان ولس اوس دسیاسي تګلارې اؤ اوربند په اوړند د چټک پرمختګ هېله من دي چې مونږ یې په احساساتو پوهه یو اؤ ملاتړ یې کوؤ”

هغه ډاډ څرګند کړی چې “دسیاسي تګلارې اؤ دائمي اوربند دخبرو پیل کیدو سره سم به مونږ د ټولو خواؤ سره په ګډه تاؤ تریخوالي کې دکموت اؤ اوربند دپاره کوټلې هڅې پیل کړو”

افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو استازې ډیبورراه لیونس هم بین الافغاني خبرو کې ددې پرمختګ هرکلی کړی اؤ په ټوئټر یې لیکلي” دا پرمختګ باید د پسرلي لاره وي اؤ ټولو افغانانو ته دې دسولې زیری راوړي”

دافغانستان ولسمشراشرف غني ویاند صدیق صدیقي هم پخپله ټویټر پاڼه ولسمشر غني له خولې ویلي چې یاد توافق د افغانانو د یوې مهمې غوښتنې په توګه د تلپاتې سولې ټینګېدو په هدف د اوربند او نورو اړوند مسائلو په لور د خبرو اترو یو مهم ګام دی.

طالبانو اؤ د دولت مرکچي پلاوي دمذاکراتو په څرنګوالي دصلاح کیدو خبره په داسې حال کې کړې ده چې تر دې یوه ورځ وړاندې دافغان ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح ویلي وؤ د طالبانو د شرطونو له کبله د دوحې خبرې پر ځای ودرېدلې دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم دوه ورځې وړاندې پر ټویټر اعلان کړی وو، چې د رسمي مذاکراتو لپاره د مذاکراتي ډلو د 21 مادو کړنلاره بشپړه او حتمي شوې او دواړو ډلو پرې اتفاق کړی دی.

په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ‌ د سولې بین الافغاني خبرې د ستمبر پر 12مه پیل شوې دې، خو تر دوه نیمو میاشتو تېرېدو وروسته لا هم د خبرو د طرزالعمل پر سر اختلاف او بحثونو د رسمي مذاکراتو د پیلېدو مخه نیولې وه.

سرچینې وایي د افغان حکومت د مذاکراتي ډلې مشر معصوم ستاننکزي او د سولې په چارو کې د ولسمشر سلاکار سلام رحیمي تېره اوونۍ کابل ته یو پټ سفر کړی ؤ چې مقصد یې د مذاکراتو د کړنلارې په اړه د ولسمشر تایید تر لاسه کول وو.

د امریکا د باندینو چارو وزير مایک پمپیو د نومبر په 21 مه په دوحه قطر کې د افغانستان حکومتي چارواکو او طالب مرکچیانو سره لیدلي وؤ اؤ هغوئ ته یې ډاډ ورکړی ؤ چې امریکا به دبین الافغاني خبرو څخه دښو پایلو ترلاسه کولو دپاره د دواړو خواؤ وړاندیزونو ته غوږ نیسي

د ښاغلي پمپیو د دې ملاقات نه شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګان ویلي وؤ چې په افغانستان کې خپل عسکر کموي او د 2021 کال د جنوري تر 15 مې به 2 زره عسکر د افغانستان نه وباسي.