شاته

د امریکې په صدارتي انتخاب کې د درغلۍ شواهد نه دي موندل شوي، اټارني جنرل یا څارنوال وايي 

د نومبر په دریمه نېټه شوي د امریکې په صدارتي انتخاب کې په دومره پراخه کچه د درغلۍ شواهد نه دي موندل شوي چې له امله یې د ووټونه نتیجې بدلې شي. دا خبره د امریکې مشر حکومتي وکیل، څارنوال، اټارني جنرل وېلیم بار کړي ده.

د صدارتي انتخابت د غیر رسمي نتېجې ترمخه د ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار جو بایډن د واکمن ريپبلېکن پارټۍ موجوده صدر ډانلډ ټرمپ په مقابله کې بریالی بلل شوی دی خو صدر ټرمپ ماتې نه دی تسلیم کړې او په ووټونو کې د مبینه درغلیو په اړه یې یوشمېر مقدمې شروع کړي دي.

وېلیم بار چې د صدر ټرمپ پلوي دی او د صدارتي انتخاب نه وړاندې یې د درغلۍ امکان څرګند کړی و اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې سره مرکه کې وویل حکومتي وکیلانو او وفاقتي تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي د درغلیو شکایتونو ته کتنه کړې ده او داسې شواهد یې نه دي موندلي چې له امله یې د صدارتي انتخاب نتیجې بدلې شي.

وېلیم بار ای پي ته وویل "تر نن تاریخه پورې مونږ په دومره کچه د درغلي نه ده لیدلي چې له امله یې د انتحاب بدله نتیجه راوځي."

د وي او ای انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د صدر ټرمپ د وېنا برعکس د وېلیم بار خبره د انتخاباتو ریاستي چارواکو او د ګورنرانو یا والیانو دا وینا تایدوي چې په انتخاب کې درغلي نه ده شوي.

د صدر ټرمپ انتخابي کېمپین په اېریزونا، جورجیا، نواډا، پېنسلوېنیا، مشېګن او وېسکانسن ریاستونو کې د صدارتي انتخاب د نتېجو په ضد مقدمې درج کړې وې او د اتوار، یکشنبې، په ورځ د فاکس ټېلې وژن سره مرکه کې صدر ټرمپ په انصاف وزارت تنقید وکړو چې د دوی په شکایتونو یې تحقیقات نه دي کړي.

صدر ټرمپ وویل که څوک په اېف بي ايي یا په انصاف وزارت کې وي نو د هغوی دپاره به دا ټرلو لویه مسله وي چې کتنه ورته وکړي. "دوی چېرته دي؟ ما هیڅ نه دي لېدلي."

صدر ټرمپ په سمدلاسي توګه د وېلیم بار په خبره څه دریځ نه دی څرګند کړی خو د هغه شخصي وکیل روډي جولیاني او د صدر ټرمپ د انتخابي کمېپین قانوني مشیرې جینااېلېس په یو بیان کې وویل په صدارتي انتخاب کې د درغلۍ په اړه یې د انصاف وزارت کوم تحقیقات نه دي لېدلي.

د وي او ای رپورټ وايي د انصاف وزارت د صدر ټرمپ د کېمپین د مامورینو خبرو ته ځواب نه دی وېلی.

د وي او ای رپورټ وايي د اوسه پورې صدر ټرمپ او وېلیم بار یو بل ته دومره نژدې ګڼل کېدل چې ناقدینو به وېلیم بار د ډانلډ ټرمپ "شخصي وکیل" بللو. دواړه په دې نظر وو چې په صدارتي انتخاب کې ډاک دلارې ورکړی شويو ووټونو یا رایو دلارې په پراخه درغلي کېدلی شي.

د وي او ای رپورټ وايي د نومبر په نهمه نېټه د زړې تکلارې برعکس وېلیم بار حکومتي وکیلانو ته امر وکړو چې په صداراتي انتخاب کې درغلۍ په اړه د ځانګړې الزاماتو تحقیقات دې وکړي، د دې پرته چې د انتخاب نتیجې تصدیق لا په رسمي ډول نه دی شوی. د وي او ای رپورټ وايي وېلیم بار د دې غېر معمولي هدایت نامې له امله د انتخابي جرمونو خلاف د انصاف وزارت د څانګې مشر چار واکي د خپلې چوکۍ نه استعفا ورکړه.

د ای پي سره مرکه کې وېلیم بار د صدر ټرمپ د انتخابي کېمپین پخواني قانوني مشیر سډني پاول او د نورو هغه دعوې رد کړې په انتخابي نظام کې د درغلۍ دلارې مېلینونو ووټونه د صدر ټرمپ نه جوبایډن نه واړول شوو.

وېليم بار وویل داسې هم وېل شوي وو چې د انتخاب نتېجې بدوولو دپاره د مشینانو پروګرامنګ شوی و یا په مشینانو کې لاس وهنه شوي وه خو د انصاف وزارت او د ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي دې ته کتنه وکړه او د دغه خبرې په تاید کې یې هیڅ وه نه موندل.

تېره هفته صدر ټرمپ د سایبر سیکورټي یا د انټرنېټ د تحفظ حکومتي ادارې سایبر سیکورټي اېڼد انفراسټرکچرسېکیورټي اېجنسي مشر کرس کرېبز د دندې څخه لرې کړو. د ګوښه کېدو نه وړاندې کرس کرېبز ویلي وو چې د نومبر د دریمې نېټې ووټونه د امریکې د تاریخ تر ټولو محفوظ انتخابات وو.