شاته

دخېبر پښتونخوا هنرمندان وایي حکومت یې هیڅ پوښتنه نه کوي،اجتماعي ځان وژنې ته جوړ شوي دي

پښتانه هنرمندان وایي وړومبی په خیبر پښتونخو کې ترهګرۍ اؤ اوس دحکومتي پام نشتوالي دفنګارانو حالت دې حد ته رسولی چې په کورونو کې یې فاقې یا لوږه پیل شوې ده اؤ اوس دوئ په اجتماعي ځان وژنه باندې سوچ کوي.

دچهارشنبې پېښور پریس کلب کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وینا د هنرمنداو دسازمان( ارټسټ ایکشن موومنټ) مشرانو طارق جمال،جاوید بابر اؤ نورو مشرانو ویلي چې خیبر پښتونخوا کې کلتوري هلې ځلې په ټپه ودریدلي اؤ هنرمندان ددې جوګه نه دي چې ځانته رزق قدرې پیدا کړي.

هغوئ وویل دکرونا وایرس له امله دلګیدلي کاربندیز یا لاک ډاؤن په موده اؤ له هغې راپدیخوا حکومت دهنرمندانو سره دیوې روپۍ کومک هم نه دی کړی اؤ دتیر صوبایي حکومت له اړخه چې بې وزله هنرمندانو ته کومې میاشتنۍ وظیفې ورکړل کیدې هغه پرې هم موجوده حکومت بندې کړي دي.

دغو هنرمندانو وویل په صوبه کې چې دکلتوري هلوځلو دپاره کوم یوازینی مرکز نشترهال دی په هغې هم دکلتور محکمې قبضه کړې ده اؤ نه پریږدي چې هنرمندان په دغه هال کې دکلتوري فعالیتونو دلارې ځانته رزق پیدا کړي.

هغوئ تور ولګولو چې دکلتور محکمې له لوري دسرکاري خزانې څخه دهنر په نوم کومې پیسې مصرفیږي هغه ټولې په کمیشنونو کې ځي اؤ فنکارانو یا فن ته ترې هیڅ ګټه نه رسیږي.

هغوئ غوښتنه وکړه چې دپاکستان په سرکاري ټیلي ویژن کې دې دسیمه ییزو پروګرامونو په سیوا کولو سره دصوبې فنکارانو ته دکار کولو موقعه برابر کړی شي.

همدا شان دې فنکارانو په سرکاري ټيلي ویژن کې دمعاوضو سیوا کولو اؤ دکلتور محکمې څخه دنشترهال خلاصولو اؤ فنکارانو ته دسپارلو غوښتنې وکړې.

هنرمندانو دحکومت څخه دا هم وغوښتل چې باید هغوئ ته داستوګنې دپاره کالوني ورکړل شي اؤ ددې ترڅنګ دې دصوبو ترمنځ اؤ په قامي کچه د کلتوري شوګانې اؤ پروګرامونه پیل کړل شي ترڅو فنکارانو ته په باعزته توګه دکار موقعې په لاس ورشي.

وي او ای ډیوه چې کله هنرمندانو ته دپېښو دې ستونزو په اړه د صوبایي حکومت دنظر اخستو دپاره دصوبې دکلتور د وزیر شوکت یوسفزي سره دټيلي فون دلارې دتماس نیولو هڅه وکړه نو دهغه موبائیل فون هیڅ ځواب نه ویلو.

دصوبې دکلتور سیکرټري کامران خان اپریدي سره هم ډيوه د هنرمندانو دستونزو په اړوند دفون دلارې دتماس نیولو هڅه وکړه خو هغه د بیمارۍ دعذر په وړاندې کولو سره په دې هکله دخبرو کولو نه ډډه وکړه

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي