شاته

د امریکې نو منختب صدر جوبایډن وايي د کرونا وایرس له امله متاثر شوی د ملک اقتصاد به ښه کوي

د امریکې نوي منتخب شوي صدر جوبایډن ویلي د کرونا وایرس نه په منفي ډول متاثر شوی د ملک اقتصاد به په داسې ډول بیا بحال کړي چې ټول امریکایان به ترې ګټه پورته کوي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپل پلرني ریاست ډېلویر کې د اقتصاد په اړه د خپلو مشیرانو معارفي کوولو په موقع جوبایډن وویل "ماته معلومه ده چې دا سخت وختونه دي خو زه غواړم چې تاسو ته معلومه شي چې مرسته (راروانه ده) په لاره ده."

جوبایډن په خپله کابینه کې د خزانې د وزارت دپاره د مرکزي بېنک پخوانۍ مشره جېنټ یلن نامزد کړې ده.

بایډن په کانګرس غږ وکړو چې د امریکايي کارکوونکو او کاروبارونو د مالي مرستې دپاره دې دا میاشت قانون منظور کړي. په دې اړه د تېرو څو میاشتو راهسې د واک من ريپبلېکن پارټۍ او د ډېموکرېیټک پارټۍ د کانګرس غړو ترمنځ هلې ځلې د جمود ښکار شوي دي.

د ډېموکرېټک پارټۍ صدارتي امیدوار جوبایډن د نومبر په دریمه نېټه شوي صدارتي انتخاب کې د واک من ريپبلېکن پارټۍ موجوده صدر ډانلډ ټرمپ په مقابله کې بریالی بلل شوی دی. که څه هم صدر ټرمپ په انتخاب کې ماتی په رسمي ډول لا نه دی منلی خو او په انتخاب کې د درغلۍ الزامات یې لګولي دي خو اړونده حکومتي ادارو ته یې د انتقال اقتدار دپاره د تیاری امر کړی دی.

جو بایډن ژمنه وکړه چې د جنورۍ په شلمه نېټه د خپلې چوکۍ سوګند پورته کوولو وروسته به د اقتصاد په اړه نور تجویزونه هم پېش کوي.

جوبایډن وویل د امریکې د اقتصادي بحالۍ نه ټول امریکایان په یوه پېمانه ګټه نشي اخېستلی. هغه وویل په سر ناستو امریکایانو خپل روزګارونه بیا ترلاسه کړي دي، دولت یې بیا پورته کېږي خو د منځنۍ او د غریبې طبقي امریکایانو امدن په لاندې روان دی او هغوی په دې فکر دي چې خپل بلونه څنګه ادا کړي او خوراک په خپلو مېزونو کښېدي. هغه وویل د اکتوبر په میاشت کې په شپږو میاشتو کې یو امریکايي د خپل کور کرایه نه لرله.

جوبایډن وویل د هغه د اقتصاد پوهانو ډله به د اقتصاد د بحالۍ یو داسې تګلاره جوړوي چې ټول به ترې ګټه اخلي او اقتصاد به بیا په وړاندې روان کړي.

که سنېټ یې د تقررۍ منظوري ورکړي نو جېنټ یلن به د خزانې د وزارت په ۲۳۱ کلن تاریخ کې لومړۍ مېرمن وي چې دغه چوکۍ په ترلاسه کړي. مېرمن یلن د امریکې په اقتصاد د کرونا وایرس اثره یوه لویه امریکايي غمیزه یا امریکن ټرېجدي بللې ده او په دې اړه د بیړني ګامونو ضرورت دی.