شاته

 پي ډي اېم وايي د حکومت خلاف یې لومړۍ ګټه ترلاسه کړه 

د حکومت مخالفو ګوندونو اېتلاف پاکستان ډېموکرېټک مومنټ، پي ډي اېم، د مرکزی حکومت دا اعلان چې په دېارلسم ډسمبر به د پي ډي اېم د لاهور په جلسه کې څه قسمه خنډان نه جوړوي خپله وړمبۍ ګټه بللې ده او ویلي یې دي چې د لاهور جلسې نه به وړاندې د وزیراعظم عمران خان حکومت ختم شوی وي.

بلخوا عمران خان وېلې دی که چېرې پی ډي اېم د لاهور جلسه ورکړه نو د مشرانو پرضد به یې مقدمې جوړولی شي ځکه چې په داسې حال کې چې د کرونا وبا خوره شوې ده، دغه قسمه جلسې کول د خلقو ژوند په خطر کې آچول دي.

په پېښور اؤ ملتان کې پې ډی اېم ته د جلسو اجازه نه وه ورکړی شوي خو بیا هم دغه جلسې وشوې. د جلسو نه وروسته د مرکزي کابېنې په غونډه کې په دې خبره اتفاق وشو چې په درېالسم دسمبر د پي ډي اېم د لاهور په جلسه کې به حکومت څه قسمه خنډ نه جوړوي. د دې خبرې اعلان د اطلاعاتو مرکزی وزیر شبلې فراز کړی و خو ورسره یې دا خبره هم کړې وه که چېرې دا جلسه وشوه نو بیا به د مخالفو ګوندونو مشرانو پرضد مقدمې درج کیږی.

د رپوټونو ترمخه د کابېنې غونډه کې د مقدمو جوړوولو خبره وزیراعظم عمران خان کړې وه.

حکومت دا فیصله داسې حال کړې ده چې د پي ډي اېم د ملتان د جلسې نه پس د پې ډی اېم مشر مولانا فضل الرحمان د وړاندې نه اعلان شوې احتجاجي جلسو نه علاوه د هرې جمعې اؤ د اتوار، يکشنبې، په ورځ هم د مظاهرو اعلان کړی دی.

بلخوا د حکومت مخالف ګوند پاکستان مسلم لیګ ویاندې مریم اورنګزیب ویلې دي چې د پي ډي اېم د پنځو لویو جلسو نه پس اوس حکومت هم په دې پوهه شوی دی چې د مخالفو ګوندونو احتجاج لاره نه شي نیولی نو ځکه وایي چې د پي ډي اېم د لاهور په جلسه کې به څه قسمه خنډان نه جوړوي.

مریم اورنګزیب وایې چې وزیراعظم عمران خان باید اوس په دې پوهه شی چې د مخالفو ګوندونو دا احتجاج به ترهغه وخت پورې روان وي ترکومه دا حکومت چې مخالف ګوندونه ورته سیلکټیډ حکومت وایې ختم شوی نه وي.

بلخوا وزیراعظم عمران خان په ګلګت بلتستان کې ویلې دي چې د پاکستان جمهوری غورځنګ د جلسو واحد مقصد خپل کرپشن پټول دي اؤ خپل کرپشن پټوولو د پاره دوی دا جلسې کوي اؤ د ولس ژوند یې په خطر کښې آچولی دی.

د مسلم لیګ پنجاب صوبې مشر رانا ثنا الله د وزیراعظم دغه تورونه ردوي چې ګنې دوی احتجاج د څه قسمه کرپشن پټوولو د پاره دی اؤ وایي چې د دې احتجاج واحد مقصد دغه دی چې د ریاست هره اداره دې په دستور کې د ورکړی شوي اختیار دننه کار وکړي.

د مخالفو ګوندونو مشرانو د پي ډي اېم په ورستیو جلسو کې څو وارې په پوځ ښکاره دا تنقید کړی چې پوځ په ملکی سیاست کې مداخلت کوي اؤ پخواني وزیراعظم نواز شریف د پوځ سرلښکر جنرل قمرجاوید باجوه اؤ د استخباراتی ادارې آی آېس آی مشر جنرل فیض حمید باندی د خپل حکومت د ختموولو اؤ د عمران خان حکومت جوړولو تورونه هم لګولي.

مرکزي حکومت وایې چې مخالف ګوندونه د خپل کرپشن پټوولو د پاره د احتجاج لاره خپله کړې ده.

په پاکستان کې پلس کنسلټنټ نومې ېوې ادارې د خپلې سروی یا نظر پوښتنې نه پس ویلي چې څلوېښت فیصد خلق د پاکستان په جمهوری بیانیي باور لري اؤ ېو کم درېشت فیصد په اپوزیشن لګول شوي حکومتي تورونه سم ګڼي.

حکومت وایې چې د پي ډي اېم دې تحریک نه څه ویره نه لري خو په دغه سروی کې ۳۵ فیصد خلق په دې باور لري چې د پي ډي اېم جلسو په حکومت فشار سېوا کړی دی.