شاته

په نیوزلینډ کې د پاکستان د کرکټ ۸ لوبغاړي په کرونا اخته شوي

د نیوزلینډ د روغتایي چارو مسؤلینو ویلي چې د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې ۸ لوبغاړي د کرونا په ویروس اخته شوي.

مسؤلینو همدرانګه ویلي چې د پاکستان د لوبډلې د دوه نورو غړیو په معایناتو هم کار روان دی چې معلومه شي په کرونا نه وي اخته شوي. د نیوزلینډ د روغتیا وزارت ویلي د کرونا په ویروس اخته شوي پاکستاني لوبغاړي به پرې نښودل شي چې د لوبډلې د نورو غړیو سره ګډ تمرینات وکړي.

د نیوزلینډ د روغتیایي چارو د ادارې مشرې اشلي بلوم فیلډ تیره اوونۍ د پاکستان ټیم ته په هوټل کې د ټولنیز واټن نه مراعت کولو له وجې وروستی خبرداری ورکړی او ویل کیږي چې د دې خبرداري نه وروپهسته هغوي کومه سرغړاونه نده کړې.

د پاکستان د کرکټ د ملې لوبډلې ۵۳ غړي د ټیسټ او شلو شلو اورونو د لوبو لپاره نیوزلینډ ته د نومبر د میاشتې په ۲۴ مې رسیدلی او د کرونا ویروس د خپریدو د مخینوي د اصولو له مخې باید ۱۴ ورځې په قرنطین کې وي.

په نیوزلینډ کې تر ډیره حده د کرونا د ویروس د خپریدو مخه نیول شوې. پدې هیواد کې یوازې ۱۷۰۴ کسان د کویډ نولس په ناروغۍ اخته شوي او ۲۵ کسان یې مړه کړیدي.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د تیر کال د ډسمبر په میاشت کې په چین کې خپور شوی خو د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې اوس د نړۍ ۱۹۶ هیوادونو او سیمو ته خپور شوی.