شاته

د امریکا سفارت: څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانانو ته برېښنا برابرو

په کابل کې د امریکا سفارت وايي، په راتلوونکو کلونو کې به څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانانو ته برېښنا برابره کړي.

یاد سفارت نن چهارشنبه ډسمبر دوهمه(لېندۍ۱۲مه) ویلي چې ځینې پرمختګونه ورو وي، خو زیاته کړې ده چې د برېښنا چمتو کول د سولې په ټینګېدو سره خوندي کیږي.

په کابل کې د امریکا سفارت په دې اړه ویلي:"پرمختګ کله ناکله ورو وي، خو متحده ایالات ژمن دی چې په راتلونکو کلونو کې تر ۲.۵ ملیونه زیات افغانان د برېښنا له ملي شبکې سره ونښلوي. دغه راتلونکی د افغانستان لپاره د سولې له لارې خوندي کېږي."

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

په کابل کې د امریکا سفارت پر داسې مهال په راتلوونکي کلونو کې افغانانو ته د برېښنا چمتو کولو خبر ورکوي چې دا مهال د افغانستان پلازمېنه کابل تر بل هر وخت د برېښنا د زیاتې پرچاوي سره مخ دی.

په کابل د برېښنا پرچاوي سره هم مهاله د افغانستان د برېښنا شرکت د عملياتي ریاست سرپرست انجنیر احمد سلیم سلیمي ویلي د تیر کال ژمي کې پلازمېنې کابل ۶۸۰ میګاواټه برښنا ته اړتیا لرله، خو سږ کال دا اړتیا ۷۶۰ میګاواټو ته لوړه شوې ده.

د افغانستان برېښنا شرکت د معلوماتو په اساس د ازبکستان هېواد په یو سب ستېشن کې د تخنیکي ستونزې رامنځته کېدو له امله، یاد هېواد افغانستان ته د خپلې وارداتي برېښنا کچه له ۴۵۰ څخه ۳۸۰ میګاواټو ته را کمه کړې ده.

د یاد شرکت په وینا په دې سره اوس مهال په کابل ښار کې د وارداتي برښنا کچه ۲۰۷ میګاواټو ته راټيټه شوې ده.

د افغانستان برېښنا شرکت ویلي چې اوس مهال د برېښنا د کورنیو منابعو له ډلې ۹۴ میګاواټه د نغلو، ۲۲ میګاواټه سروبي، ۴۰ میګاواټه د ماهیپر او ۵۰ میګاواټه د تره خېلو حرارتي دستګاه څخه برابریږي.

افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، او ایران څخه واردوي، او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ ۳۰ سلنه نوره برېښنا له خپلو داخلي منابعو څخه تولیدوي.

په افغانستان کې د برېښنا نشتوالی له جدي ستونزو څخه ګڼل کیږي چې لا هم ګڼ لوی ښارونه په نور مال ډول برېښنا نه لري.

بلخوا په افغانستان کې د روانو نا امنیو له امله ډېر کله د برېښنا مزي او پایې تخریب کیږي.