شاته

د مقدمې په ګډون د بین الافغاني مذاکراتو طرزالعمل نهايي شو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکراتي ډلو د بین الافغاني مذاکراتو د مقدمې په ګډون د طرزالعمل د نهايي کېدو خبر ورکړی دی.

په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ډلې غړي او ویاند نادر نادري نن چهارشنبه ډسمبر دوهمه(لېندۍ۱۲) پر خپل ټویټر په دې اړه لیکلي:"د بین الافغاني مذاکراتو طرزالعمل د مقدمې په شمول نهايي شوی دی او پر اجنډا بحث پیل کیږي."

دواړو لورو د بین الافغاني مذاکراتو د مقدمې او طرزالعمل تر نهايي کېدو وروسته ګډه اعلامیه کې هم ویلي چې نن چهارشنبه د دواړو لورو ترمنځ ګډه عمومي غونډه هم تر سره شوه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي غړي او ویاند نادر نادري پر خپل ټویټر لیکلي چې په یاده غونډه کې ګډو کاري کمېټو ته دنده وسپارل شوه چې د اجنډا موضوعات ترتیب کړي.

نوموړي زیاته کړې چې د دواړو مذاکره کوونکو هیئتونو تر منځ اوسني مذاکرات دا ښيي چې د افغانانو تر منځ تلپاتې سولې ته د رسیدلو لپاره اراده شته.

هغه ټینګار کړی چې په دې اړه دواړه خواوې ژمنې دي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپلو رښتینو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم هم د دواړو لورو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو د مقدمې په ګډون د طرزالعمل د نهايي کېدو خبر ورکړی دی.

دواړو لورو ویلي چې د مقدې او طرازالعمل تر نهايي کېدو وروسته به پر کاري اجنډا بحثونه پيل شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي د روانې لېندۍ میاشتې پر اتمه نېټه هم له مقدمې پرته د بین الافغاني مذاکراتو د طرزالعمل پر ۲۱ مادو د توافق خبر ورکړی و.

یاد پلاوي ویلي و چې دغه طرز العمل به عمومي جلسې ته وړاندې او د دواړو پلاوو له تصویب وروسته به نهايي شمېرل کېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دوحه کې د مذاکراتي ډلو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو د طرزالعمل د نهايي کېدو هر کلی کړی دی.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټویټر د ښاغلي غني له قوله ویلي چې یاد توافق د افغانانو د یوې کلیدي غوښتنې په توګه د تلپاتې سولې ټینګېدو په هدف د اوربند او نورو اړوند مسائلو په لور د خبرو اترو یو مهم ګام دی.

پر همدې مهال د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو د طرزالعمل د نهايي کېدو هر کلی کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد د یاد طرزالعمل تر نهايي کېدو لږ وروسته پر خپل ټویټر لیکلي چې د دواړو لورو ترمنځ یاد توافق وښودل چې دواړه ټېمونه پر ستونزمنو مسائلو هوکړې ته رسېدلی شي.

زلمي خلیلزاد په دې برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو په برخه کې د قطر هیواد له همکاریو څخه مننه کړې ده.

زلمي خلیلزاد زیاته کړې چې اوس مهال افغانان د سولې خبرو کې پرمختګ او اوربند ټینګېدو ته سترګې په لار دي چې په وینا یې د امریکا متحده ایالات یې هم ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړې چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د اوربند ټينګېدو او سولې رامنځته کېدو په هدف له ټولو لورو سره په جدیت کار کوي.

د تیرې سپټمبر میاشتې پر ۱۲مه په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات پرانیستل شول، خو پر کاري طرزالعمل او ځینو نورو مسائلو هوکړې ته د نه رسېدو له امله مخامخ غونډې نوې تر سره شوي.