شاته

د ګلګت بلتستان بابا جان نزدې لس کاله جېل ولې تېر کړلو؟

په 28 نومبر د ترهګرۍ د قانون لاندې قيد کړل شوي بابا جان په ضمانت د پرېښودلو وروستو خپل هرکلي ته راغون‌‌‌‌‌‌ډ شوو خلکو ته ووې:

“که ستاسو مرسته او زور مې مل نه وی لا تر اوسه به په جېل کې پروت وم”.

د بابا جان د پاره نزدې يوه مياشت احتجاجي پرلت شوی و چې په نتيجه کې ورسره ځايي حکومت ومنله چې په ضمانت يې خلاص کړي.

بابا جان ته د ترهګرۍ ضد عدالت په کال 2011 کې د 71 کاله قيد اورولی و او ګڼ شمېر ملګرو ته يې هم بيلې بيلې سزاګانې ورکړل شوي دي.

بابا جان او د هنزه درې په زرګونو احتجاج کونکو په ياد کال کې د هغه وخت د ګلګت بلتستان د وزير اعلی لاره نيولې وه او د خپلو ‌‌‌‌‌‌ډوب شوو کورونو معاوضه يې غوښتله چې د رپورټونو د مخه پوليس پرې ډزې وکړې او دوه تنه چې پلار او ځوی ياد شوي پکې ووژل شول.

په غبرګون کې يې احتجاج کونکو په تشدد ګوتې پورې کړې چې پکې پوليس تاڼې او نور سرکاري وداني وسوزول شول.


دګلګت بلتستان يو ځايي خبريال او ليکوال شبير مير وايي،اوس چې دی خوشی شوی نو ددې دا ثابته شوه چې بابا جان باندې لګول شوي تورونه تش دده د سياسي مبارزې پر سر وو چې دغه د اولس د حقونو دپاره وه ، شبير مير وي او ای ته وويل:

”نو زه داګنم چه بابا جان يو سياسي مبارز دی ۔ او د خلقو د حقونو دپاره خبره کوي او هغه خلق چې بابا جان ورته ترهه ګر ښکاريده لکه اوس ورته دا معلومه شوه چې دی خو سياسي مبارز وو او دغه سزا يي ناحايزه او زياتې وو "

بابا جان او ملګرو ته يې سرکاري ودانو ته د نقصان رسولو او په امنيتي ځواکونو د حملو کولو په سر د ترهګرۍ د قانون لاندې سزا ورکړل شوه.

د هنزه ويلي په زرګونو خلک په کال 2010 کې هغه وخت بې کوره شول چې هنزه سيند ته په عطا اباد کې غر راورغښت او سيند يې ‌‌‌‌‌‌ډب کړو چې د يادې سيمې ګڼ شمېر کلي يې له سوبه ‌‌‌‌‌‌‌ډوب شول.

د بابا جان د مقدمې د قانوني حيثيت په اړه د پېښور هاي کورټ پخواني جج او د بشري حقونو مبارز شير محمد خان ‌‌‌‌‌‌‌ډيوه ته اوې:

“په بابا جان باندې په نوم کوم جرم نشته. نه يې چاته نقصان رسولی نه پرې کومه بله ځايي مقدمه شته. د هغه غټ جرم دا دی چې د خلکو مدعي دی”.

بابا جان چې په 12 ‌‌‌‌‌‌ډسمبر کال 1974 کې په هنزه کې پيدا شوی د عوامي ورکرز ګوند غړی او د لفټ د سياست سره تړلی دی.

څېړونکي وايي بابا جان بيا هم بختور دی چې مقدمه پرې جوړه شوه خو ژوند يې وساتل شو ځکه چې د ايکشن اېن اي‌‌‌‌‌‌ډ اف سېول پاور په نوم د تور قانون لاندې لکه د زرګونو پښتنو په کلونو کلونو بې مقدمې او بې عدالته ورک خو نه دی.

په سوشل مي‌‌‌‌‌‌ډيا بحثونه راپورته شوي کچرې بابا جان د احتجاج کونکو د تشدد په تور ترهګر ګرځېدلی ولې د وزير اعظم عمران خان او د هغه د ګوند په کال 2014 کې د امنيتي ځواکونو په وهلو ټکولو، پارلمان وداني د حملې او سرکاري شتمنو ته په زيان اړولو دغه قانون ونه کارول شو؟

د مړ شوي خادم حسين رضوي ګوند تحريک لبيک پاکستان هم د تشدد په احتجانو تورن دی او د مشرانو خلاف يې مقدمې جوړې شوي خو سزاګانې نه دي ورکړل شوي.

د بابا جان د لسو کالو په قيد او د هغه د کورنۍ په حالت چې ګني څوک به دوی ته د لسو کالو دا وخت او عمر بيرته ورکړي ‌‌‌‌‌‌ځايي صحافي شبير حسين ډيوه ته وايي:

“لس کاله پس حکمرانانو ته دا معلومه شوه چې بې ګناه و او سزا يې ناجاېزه وه”.