شاته

د دسمبر تر پایه ښایي د کرونا وبا ضد لومړني واکسین تطبیق شي

د مودرنا د درمل جوړولو شرکت وایي که هر څه د پلان په اساس پرمخ ولاړ شي، د روانې میاشتې په وروستیو کې به د کروناویروس ضد لومړنی واکسین تطبیق شي.

دغه شرکت اعلان کړی دی چې د امریکا د متحده ایالاتو د غذا او درملو اداره ښایي ددې شرکت د واکسین د بیړنۍ استفادې لپاره د دسمبر تر ۱۷ تصمیم ونیسي.

ټاکل شوې چې نن د دسمبر په لومړۍ نیټه (لیندۍ ۱۱) پدې هکله یوه غونډه هم وشي چې د منظورۍ وروسته کوم کسان باید واکسین شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د غذا او درملو اداره به د دسمبر په ۱۰ د مودرنا د شرکت له مسولینو سره وګوري.

له فایرز او بایوانتیک، وروسته مودرنا لومړنی شرکت دی چې د خپل واکسین د ۹۰ فیصده ګټورتیا په اړه یې خبر ورکړی دی.

تمه ده چې د واکسین د بیړنۍ استفادې د منظورۍ سره جوخت د هغه د ویشلو بهیر سمدستي پیل شيپ.

د امریکا د غذا او درملو اداره به ددغه شرکت معلومات په ژوره ټوګه وڅیړي او هغه به د هغو متخصیصینو سره چې د تولیدونکو شرکتونو سره ارتباط نلري شریک کاندي.

د متخصصینو دغه هیت تر ډیره د واکسین مصوونیت ارزوي؛ هغه معلومات چې په بشپړه توګه ندي شریک شوي.

ددې تر څنګ د رپوټونو له مخې ددې واکسین جانبي عوارض تر اوسه جدي ندي، خو جزیي هم ندي. پدغو عوارضو کې سردردي، د عضلاتو درد، تبه او سټریا شامل دي چې کیدای شي د انفلوانزا یا کووید۱۹ اشتباه پرې وشي.

خو بیا هم دغه نښې نښانې په یوه ورځ کې له منځه ځي.