شاته

یو قلف جوړونکی د ۲۶ ښځو د وژلو په تور ونیول شو

د روسیې پولیس وایي یو سړی یې نیولی دی چې د ۲۶ زړو ښځو په وژلو او د هغوی څخه په غلا کولو تورن دی.

روسي مقاماتو ویلي دي چې قلف جوړونکي رادیک تاګیروف، د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ دغه جنایتونه کړي دي.

د روسیې د پلټنو کمیټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د پلټنو او ازمایښتونو له نتیجو څخه معلومه شوی چې دغه ۳۸ کلن سړی ددغو ښځو قاتل دی.

پلټونکو ویلي دي چې تاګیروف د کازان ښار اوسیدونکی دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په غلا محکوم شوی و.

روسیه د خورا وحشتناکو قاتلینو د کړیو شاهده ده.

پخوانی سربستانی پولیس میخاییل پاپکو، د ۱۹۹۲ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځ د ۷۸ کسانو په وژلو محکوم شوی دی. هغه به د شپې پر وخت ښځو ته وړاندیز کاوه چې هغوی د پولیسو په موټر کې کور ته رسوي او د جنسي تیري وروسته به یې هغوی وژلې.

الکساندر پوشکین چې د "شطرنج د تختې قاتل" په نوم مشهور و د ۴۸ قتلونو په تور په ۲۰۰۷ کال کې په ابد بند محکوم شو. هغه ویلي دي چې په شطرنج کې ۶۴ خانې شته او هغه غوښتل چې ۶۴ کسان ووژني.