شاته

ستولتنبرګ: ناټو په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي 

د شمالي اتلانتیک د تړون ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ، وایي د امریکایي ځواکونو د کمیدو سره جوخت به په افغانستان کې د ناټو روزنیز ماموریت دوام وکړي.

ښاغلي ستولتنبرګ نن د دسمبر په لومړۍ نیټه (لیندۍ ۱۱) وویل د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د افغانستان په وضعیت بحث وشو او دغه تړون د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي او له مخې یې په افغانستان کې خپل حضور تنظیم کړی دی.

هغه له غونډې وروسته وویل: "پداسې حال کې چې د امریکا متحده ایالات مصمم دي چې د خپلو ځواکونو شمیر ۲۵۰۰ راټیټ کړي، د ناټو روزنیز ماموریت به دوام ولري او اوس (په افغانستان کې) زمونږ د ځواکونو له نیمایي زیاته برخه غیر امریکایان دي."

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ شاوخوا دوه اونۍ مخکې امر وکړ چې د جنورۍ تر ۱۵ پورې ۲۰۰۰ امریکایي سرتیر له افغانستان نه ووځي. اوسمهال شاوخوا ۴۵۰۰ امریکایي پوځیان په افغانستان کې میشت دي.

ښاغلي ستولنتنبرګ زیاته کړه چې د بهرنیو چارو وزیرانو څرګنده کړه چې ټول متحدین په افغانستان کې د ماموریت دوام او د تروریزم پر وړاندې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن پاته کیږي.

د ناټو عمومي منشي وویل چې د افغانستان د وضعیت څیړلو ته به دوام ورکړي او د راتلونکي کال په لومړیو کې به مهم تصمیمونه ونیول شي.

خو بیا هم ښاغلي ستولتنبرګ زیاته کړه چې تصمیمونه باید په هم آهنګه او منظمه توګه ونیول شي.

د ناټو عمومي منشي پرون ویلي وو چې: "که تصمیم ونیسو چې پاته شو د هغه لپاره بیه شته، خو که تصمیم ونیسو چې ووځو، د هغه لپآره به هم بیه شتون ولري. د شتون بیه، البته په افغانستان کې د پوځي ماموریت دوام او د هغې مالي او ځاني پانګونه ده. د وتلو بیه هم د ترلاسه شویو لاسته راوړنو د له منځه تللو خطر دی."

ښاغلي ستولتنبرګ د دوشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره تاریخي فرصت رامنځ ته شوی دی او ترې باید استفاده وشي.

دا پداسې حال کې دي چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د نننۍ غونډې دمخه وویل ناټو باید د افغانستان څخه د ځواکونو په مخکې له وخته ایستلو سره د سولې مذاکرات له خطر سره مخامخ نکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس نن د دسمبر په لومړۍ نیټه (لیندۍ ۱۱) وویل: "د ناټو د شریکانو په توګه مونږ غواړو ډاډمن شو چې په افغانستان کې د ځواکونو نور کمول باید په څرګندو شرایطو پورې مربوط وي."

ښاغلي ماس د شمالي اتلانتیک د تړون ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په درشل کې وویل چې د هغه څه د ساتلو لپاره چې تر اوسه ترلاسه شوي نه ښایي چې په عجولانه اقداماتو لاس پورې کړو.