شاته

د چمن د پېښې مقدمه د قانون نافذؤنکو ادارو پرضد درج کړی شوې

د افغانستان سره د چمن د پولې د پېښې مقدمه د قانون نافذؤنکو ادارو پرضد درج کړی شوې ده، خو په مقدمه [اېف ايي ار] کې د کومې ادارې نوم نه دی ويل شوی. یاده مقدمه د ليويز ځواک د تحصيلدار سره درج کړی شوې ده.

د چمن په پوله د اتوار/يکشنبې په ورځ مازيګر ناوخته نښته شوې چې پکې د چمن د مرستیال کمشنر طارق جاوېد مېنګل په وېنا په پوله په تاؤ تريخوالي کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او 31 ملکي وګړي ژوبل شوي وو.

او د اېف سي ځواکونو سيمه ييزه مشر ويلي په دغه تاؤ تريخوالي کې 26 امنيتي سرتيري هم ژوبل شوي چې پکې درې افسران شامل دي.

د يادې پېښې پرضد په چمن، کوټه او هرنايي کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ په شريکه احتجاجي مظاهرې کړې او د مقدمې درج کولو غوښتنه يې کوله.

د بلوچستان د داخله چارو وزير مير ضيا لانګو په کوټه کې احتجاجي ناستې ته ورغلی او باور يې ورکړی چې حکومت د دوی ټولې غوښتنې ومنلې او د چمن د " پيښې د پلټنې لپاره به عدالتي کميشن جوړوي ، حکومت به د وژل شوؤاو ټپيانو له کورنيو سره مالي مرستې کوي او په 27م نومبر درج شوی ايف ايي ار به ختموي او نيول شوي خلک به خوشي کوي".

د حکومت سره له مذاکراتو وروسته د پي ټي اېم مخکښ ملا بهرام اڅکزي داحتجاجي پرلت د ختمولو اعلان وکړو، ياد احتجاجي پرلت په چمن کې د وژل شوي 14 کلن تنکي هلک د مړي/ جسد سره د ګل/دوشنبې په ورځ د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته پېل کړی شوی ؤ.

په احتجاج کې شريک د پي ټي اېم سيد زبير شاه آغا وي او ای ډیوه سره په خبرو کې دعوه وکړه چې"د چمن د سرحدي پولې په پېښه کې 12 تنه ټپيان شوي او درې کسان شهيدان شوي وو ، نن بيا ايف سي پر خلکو ټکان کړي وو او په هغه کې ديارلس کسان ټپيان دي".

هغه وويل حکومت يې غوښتنې ومنلې او زياته يې کړه "د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ غړو ، اصغرخان اڅکزي ، زمرک خان اڅکزي، د بلوچستان د داخله چارو وزير ضيا لانګو، د ايالتي اسمبلۍ ډپټي سپيکر سردار بابړ موسی خېل، او د ايالتي اسمبلۍ نورو غړو له مونږ سره اوږده مذاکرات وکړل ، په اخره کښې زمونږ ټولې غوښتنې ومنل شوې، د ايف سي، سيکيورټي ادارو پر ضډ ايف ايي ار درج کړل شو".

هغه وويل د پېښې د پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن جوړېدو او په پېښه کې د وژل شوي او ژوبلو دپاره د معاوضې ترڅنګ په 27 نومبر د پي ټي اېم پرضد د جوړې مقدمې ختمولو ژمنه ورسره وکړی شوه.

چارواکي تور لګوي چې په پوله د لغړي اتحاد لخوا د احتجاج په وخت د اېف سي ځواک په سرتيرو د ډبرو وارونه شوي او سرکاري دفترونو ته يې اوور اچولی د کوم په ځواب کې چې د ايف سي ځواک ډزې کړې او خلک پکې ژوبل شوي وو.

د چمن په پوله د پېښې وروسته پرون په علاقه کې د پوليو ضد څاڅکو پېلېدونکی کمپاين د امنيت له امله ځنډول شوی او نن بيا مرستيال کمشنر ويلي په پوله هر ډول تګ راتګ روان دی خو کمپاين نن هم ځنډول شوی دی.