شاته

د پاکستان کرکټ لوبډلې په کپتان بابراعظم د جنسي اړيکو تور، عدالت ځواب غوښتی

د پاکستان کرکټ لوبډلې په کپتان بابراعظم د لاهور يوې جينۍ تور لګولی چې د هغې سره يې د لسو کالو تعلق پاتې شوی جنسي اړیکې يې ورسره ساتلي او د واده کولو د دروغو تورونه يې پرې لګولي دي.

بابراعظم دغو تورونو ته تراوسه ځواب نه دی ویلی او راپورونه وايي د پاکستان کرکټ بورډ دغو تورونو ته په ځواب کې ويلي دا د بابراعظم شخصي مسله ده.

حميزه مختار نومې مېرمن دوه ورځې په لاهور پرېس کلب کې په خبري غونډه کې په بابر اعظم دغه تورونه لګولي او ويلي يې ؤ د بابراعظم خلاف يې عدالت ته خواست کړی دی.

د ځايي ميډيا ترمخه د لاهور اډيشنل سيشن جج نعمان محمد نعیم پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ د لاهور د نصير اباد پوليس تاڼې نه په دغه اړه رپورټ غوښتی چې په پینځم دسمبر دې په دغه اړه عدالت ته رپورټ ورکړي.

حميزه مختار نومې مېرمن په بابر اعظم تور لګولی چې د لسو کالو راهسې يې ورسره تعلق ؤ، د هغې ګاونډي ؤ او يو ځای يې زده کړي دي.

هغې ویلي اعظم ورسره جنسي اړيکې ساتلي د واده کولو ژمنه يې ورسره کړې او بيا ورسره د کوره وتلې او تر دې چې د هغې په وېنا بيا د بابر اعظم نه حامله شوې وه او بيا يې دغه حمل ضايع کړی ؤ.

هغې ویلي د بابر اعظم ټولې خرچې به يې ورکولې او بيا چې کله بابر اعظم کرکټ ته لاړو د هغې سره اړيکې بيرته خرابې کړې او هغې بيا په کال 2017م کې د اعظم پرضد پوليس ته رپورټ کړی خو کارروايي پرې نه ده شوې او هغې په وروستيو کې بيا پوليس ته رپورټ کړی او پوليس د هغې خواست نه دی اخستی.