شاته

دکرونا وایرس وباء کې به حج کله معمول ته راګرځي ؟

دپاکستان دمذهبي چارو مرکزي وزیر نورالحق قادري وایي ترڅو چې د کرونا وایرس ضد ویکسین مخې ته نه وي راغلي ترهغې به دمعمول په څېر حج نه کیږي.

دپاکستان یو شخصي ټي وي چینل سره خبرو کې علامه قادري ویلي دسعودي چارواکو دا خبره په ډاګه کړې ده چې ترڅو دکرونا وایرس ضد واکسین مخې ته نه وي راعلي تر هغې به دسپارښتنو په اساس حج کیږي.

هغه ویلي پاکستاني حاجیانو ته دمالي اسانیو یا سبسډي ورکولو په چارو تر دې دمه دپاکستان حکومت خبرې اترې نه دي کړي اؤ د وخت په راتلو سره به د ټولو اړونده چارو ارزؤنه کولی شي.

سعودي عرب سږ کال دکرونا وایرس له امله د حج مراسم هم ځنډولي وو، اؤ د نړۍ میلینونه مسلمانان دحج دفریضې څخه محرومه پاتې شوي وؤ.

سږ کال د حج په مراسمو کې یواځې په سعودي کې دننه لس زره کسانو په داسې حال کې ګډون کړی ؤ، چې د کرونا وایرس د مخنیوي تدابیر یې عملي کړي وو.

د نورې نړۍ نه سعودي ته دحاجیانو په ورتګ د بندیز له امله د پاکستان په ګډون ګڼو هیوادونو ته سخت اقتصادي زیان رسیدلی دی.

د حج دپیل کیدو نه وړاندې د روان کال د جولایي په میاشت کې رایټرز خبري ادارې پخپل یو رپورټ کې لیکلي وؤ چې پاکستان به سږکال د حج په برخه کې 160 بیلینه روپۍ تاواني کېږي.

هر کال دنړۍ دبیلابیلو هیوادونو څخه نزدې 2.5 میلینه خلک دحج دپاره سعودي عرب ته ورځي چې پکې دوه لکه شاوخوا پاکستانیان وي.

پاکستان او انډونیشیا دنړۍ دوه هغه ستر اسلامي هیوادونه دي چې هرکال یې تر نورو ټولو هیوادونو زیات وګړي حج ته ورځي.

خبري شبکه رائټرز وایي په پاکستان کې د حج د کاروبار سره په زرګونو خلک تړلي دي ، په دوي کې 900 سوه داسې ادارې (ایجنسۍ)دي چې هغوي له د پاکستان حکومت ددې کاروبار اجازت یعني لایسنس هم وړکړی دی.

په پاکستان د حج د بندوبست لپاره د کارکونکي یو تنظیم مشر زیشان صدیقي رایټرز ته ويلي دي چې سږکال د نورو هیوادونو وګړو ته د حج د اجازت نه ورکولو تر ټولو زیات اثر د دوي په کاروبار شوی دی.

هغه واي ددوي سرمایه په هواي چلند کې وه د سورولو نه د ټکټ نه اخستلو نه علاوه د هوټلونو او جامو پېزارونو صنعت هم زیاني شوی دی. زېشان واي د دوي دفترې بندې شوي او کارکونکي په کورونو کې ناست دي.

د پاکستان د حج او مذهبي چارو وزارت ويلي دي سږکال 179210پاکستانیانو د حج لپاره داخلې کړې وې. په دې کې د 71000 نه زیاتو خلقو د شخصي ایجنسیو په زریعه د حج داخله کړې و