شاته

افغانستان کې اوس هم په زرګونو پاکستاني طالبان حقاني شبکې دپاره کار کوي،رحمت الله نبیل

د افغانستان د ملی امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل وایي په افغانستان کې اوس هم پاکستاني طالبان د افغان طالبانو سره موجود دي چې ډیری یې د حقاني شبکې لپاره کار کوي.

رحمت الله نبیل په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو شمیر د شپږو اؤ اوو زرو تر منځ یادوي اؤ وایي دا پاکستاني طالبان په پکتیکا، زابل اؤ غزنی کې فعالیتونه کوي،

پخپله یوه تازه مرکه کې ښاغلي نبیل ویلي پاکستاني طالبان د لشکر طیبه او داعش په نوم ډلو سره هم په مشرقي کې خپل فعالیتونه تر سره کوي.

دنبیل په وینا" د طالبانو سره ډیر زیات پاکستانيطالبان شته، زیاتره یې د حقاني شبکې سره دي چې په پکتیکا، غزني، زابل کې فعال دي او په مشرقي کې هم زیات د لشکر طیبه او د داعش ډلو کې پاکستاني طالبان فعال دي، تقریبآ د شپږو او اوو زرو کسانو پورې به ورسره وي"

ښاغلي نبیل دا خبرې وروسته له هغې وکړې چې د افغانستان دفاع وزارت د غزني د موتر بم د برید د طراح د وژل کیدو خبر ورکړ.

نبیل د حمزه وزیرستاني په نوم کس مهم او مشهور نه بولي.

بلخوا تیره ورځ د افغانستان دفاع وزارت په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په غزني ولایت کې یې د هغه موټر بم طراح وژلی چې د اردو په مرکز یې ځانمرګی برید کړی و.

د غزني د والي ویاند جمعه زاده وایي تیره شپه یې حمزه وزیرستانی چې د برید طراح وه سره د اوو نورو ملګرو سره د ګیرو ولسوالۍ، علي شیرخیلو کلي کې د هوايي ځواکونو په برید کې وژلی دی چې یو شمیر وسلې او مهمات یې هم لاسته ورغلي دي. جمعه زاده وایي حمزه وزیرسانی د برید طراح وه او اصل د پاکستان و.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر دا خبره رد کړي او دا یې د افغان حکومت پروپاګند یاد کړي دي،

ښاغلي مجاهد په خپل ټویټر یوه ویډیو هم خپره کړي او لیکلي یې دي حکومت چې د حمزه وزیریستاني په نوم عکس خپور کړی هغه کرامت خان نومیږي او د پکتیکا په ګیان کې خپل فعالیتونه کوي.

په دغه ویډیو کې د کرامت خان په نوم کس په ده باندې برید ردوي او وایي دی د کوم برید سره نه دی مخ شوی روغ او جوړ دی.

سیاسي څیړونکي وایي افغان حکومت چې کومې ادعاوې کوې په کار ده په ثبوت یې ورسوي او نړیوالو ته دا وښایي چې پاکستان د افغانستان په جګړه کې ښکیل دی.

سیاسي څیړونکی هدایت الله پکتین وایي پاکستان کالونه د افغانستان په جګړه کې ښکیل دی خو افغان حکومت په بار بار ویلي چې په افغانستان کې یې پاکستاني طالبان وژلي خو د ثبوت لپاره یې نړیوالو ته ونه ښودل شول.

ښاغلی پکتین زیاتوي که چیرته افغان حکومت په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د وژل کیدو ادعاوې ثبوت ته نشي رسولی نو د پاکستان هغه ادعا په رشتیا ثابتولی شي چې څه وخت وړاندې یې ویلي وه چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي

د یکشنبې په ورځ د غزني په ده یک ولسوالۍ کې یو ځانمرګي بریدګر، د چاودېدونکو مواد څخه ډک موټر سره په نظامي مرکز حمله وکړه ،د غزني دولتي روغتونونو د مسوولینو په وینا، د دې حملې په پایله کې یادو روغتونونو ته د 30 سرتېرو مړي او 24 ټپیان ور وړل شوي دي.

خو د دفاع وزارت بیا ویلي ؤ، چې یاده حمله کې 10 سرتېري وژل شوي او 7 نور ټپيان دي.

د افغانستان دفاع وزارت په غزني ولایت کې د اردو په مرکز ځانمرګې حمله د طالبانو کار یاد کړی.

د ملي امنیت ریاست هم په یوې تازه خبرپاڼه کې دعوه کړې چې د پاکستان کوټې شورا طالبانو ته ویلي چې د ملکیانو، په لویو غونډو اؤ اجتماعاتو حملې وکړي او ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوي او دغه راز مسولیت یې پر غاړه نه اخلی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله رسنیو ته په لېږلي پيغام کې غیرنظامیانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا رد کړې او ویلي دي چې د دې ډلې موخه یوازې د نظامې کسانو له منځه وړل دي.

هغه زیاته کړې، تر هغه چې د سولې مذاکرات پایله ور نه کړې، جګړې ته به ادامه ورکوي