شاته

د نړۍ تر ټولو ستره کمره د کایناتو انځور اخیستولو ته چمتو کیږي

په پام کې ده چې په نژدې راتلونکي کې د تاریخ تر ټولو ستر فلم د ثبتولو پروژه د چیلي هېواد په غرونو کې پیل شي.

د دغه فلم سوژه د کایناتو د هغو برخو انځور اخیستل دي چې لیدل یې تر اوسه هم ناشوني دي.

د ویراسي روبن فضايي مرکز مشر سټیفن کن، په دې اړه وویل: "پوهېدو چې یوې لویې کمرې ته مو اړتیا ده. هغومره مو چې فکر کړی و دغه کمره له هغه هم لویه ده."

ښاغلي کن ویلي دغه کمره به د لسو کلونو لپاره شپه او ورځ د کایناتو او اسمان، انځورونه ثبت کړي.

هغه زیاته کړه چې د دغه انځورونو پرتله کولو سره به په اسمان کې هر بدلون د لیدو وړ وي.

په ټوله کې د دغه کار موخه د (تیارو او د تیارو ځواک) د دوه ساینسي ناجوتو مادو پېژندل دي.

د یادې پروژې مالي ملاتړ د امریکا متحده ایالتونو دولت پر غاړه اخیستی دی.

د تاریخ تر ټولو سترې کمرې جوړېدو باندې ۷۰۰ میلیونه ډالر لګښت راغلی او په پام کې ده چې خپل کار په ۲۰۲۳ پیل کړي.