شاته

وحید عمر: حکومت د مذاکراتو مخه نده نیولې، طالبانو ته یې امتیازات ورکړي

په ستراتیژیکو چاروکي د ولسمشر غني ځانګړی سلاکار وحید عمر وايي، افغان حکومت د سولې خبرو مخه نه ده نیولې، بلکې داسې یوې ډلې ته یې چې چمتو نه ده موږ د یو دولت په توګه ومني امتیازات ورکړي دي.

ښاغلي عمر نن سې شنبه ډسمبر لومړۍ (لېندۍ۱۱) پر خپل ټویټر لیکلي: "ټوله نړۍ کې به هیڅ یو حکومت داسې یوې ډلې ته امتیازات نوي ورکړي."

نوموړي زیاته کړې چې هغوی «طالبان» د لا زیات امتیاز تر لاسه کولو لپاره د تاوتریخوالي پر زیاتولو تکیه کړې ده.

هغه د افغان حکومت لخوا طالبانو ته د ورکړل شویو امتیازونو یادونه نه ده کړې.

په ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر یادې څرګندونې تر هغه وروسته کوي چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې پخپل راپور کې ویلي وو چې ولسمشر غني او هغه ته نژدې کسان د سولې خبرې له خنډه سره مخ کوي.

یادې ورځپاڼې ویلي وو که څه هم په بین الافغاني خبرو کې رامنځته شوې وقفه په روانه میاشت کې ماته شوې، خو په وینا یې ارګ بیا هم له دغه پرمختګ څخه انکار کړی.

بلخوا تیره ورځ د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي هم د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ته په غبرګون کې وویل چې ولسمشر غني د سولې بهیر مخه نه ده نیولې بلکې په وینا یې د سولې مبتکر، معمار او پیلوونکی دی.

هغه ویلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د مذاکراتو د طرزالعمل پر ۲۱ مادو توافق شوی او په وینا یې د طرزاالعمل مقدمه زیات وضاحت ته اړتیا لري او د بحث په حال کې ده.

دا څرګندونې تر هغه وروسته کیږي چې روانه اونۍ د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکراتي ډلو د مذاکراتو د طرزالعمل پر ۲۱ مادو د توافق خبر وکړ.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند بیا وویل چې د طرز العمل پر مقدمې هم هوکړه شوې ده.

په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ډلو ترمنځ مخامخ مذاکرات د تیرې سپټمبر میاشتې پر۱۱مه پرانیستل شول، خو تر دا مهاله پر کاري طرزالعمل د اختلافاتو له امله پکې د پام وړ پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.