شاته

ماشومانو ته د میندو سندرې

کله چې ماشوم پېدا کیږي له پېدایښته وروسته چې تر ټولو زیات غږ اوري هغه یې د خپلې مور وي او که ووایو چې لومړنۍ سندرې اوري هغه هم د مور له خولېاوري نو مبالغه به مو نه وي کړي.

دغه لومړنۍ سندرې د ماشومانو لپاره د میندو سندرې دي، هره مور د خپل ماشوم د ویده کېدا او یا هم خوشحالتیا په پار ځینې سندرې وايي.

الله هو للوللو __ای زما دزړه ارزو

زه دې جارشم دلاسو___ شه للوللوللو

مور دې ستايي په نغمو___ ټپوي دي په اوږو

نازوي د په بوسو___ درته وائ الله هو

ای زما دزړه ارزو____ شه للوللوللو

دا هغه الفاظ دي چې د پښتني ټولنې هر وګړی ورسره اشنايي لري او کله چې دغه الفاظ اوري، حتمي ده چې خپل مور به ورته یادیږي.

میندې د خپلو ماشومانو د ارامولو لپاره یو شمېر منظومې سندرې وايي او د دغو سندرو د ویلو عمومي سبک یو مګر په فردي لحاظ توپیر لري.

نننۍ خپرونه مو همدغې موضوع ته ځانګړې کړې ده.

جوړوونکی: محبوب شاه محبوب