شاته

افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ تنه نور کرونا وبا مړه کړي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۱۹ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۲۱ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن سې شنبه ډسمبر لومړۍ (لېندۍ۱۱) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۶۵۰ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې ۲۱۹ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۶۷۱۷ ته پورته شو.

د تیرو ۲۴ ساعتونو تر ټولو زیاتې پېښې چې ۸۸ کیږي یوازې په کابل ولایت کې ثبت شوي دي.

همدارنګه په تیره شپه او ورځ کې د هیواد په اوو ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۸۰۰تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۱۱۹تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۳۶۹۰۷ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۶۱ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.