شاته

د کورونا واکسین په اړه وروستي مالومات

واشنګټڼ - د مډرنا په نامه امریکايي درمل جوړونکې کمپنۍ ویلي، دوی په امریکا او اروپا کې د خپل کورونا واکسین لپاره بیړنۍ اجازه غواړي ځکه دا واکسین د ازمېښت له پلوه ۹۴ فیصده اغېزناک دی.

د مډرنا او فایزر په نامه د امریکايي کمپنیو لخوا دا ډول وړاندیز دا معنی لري چې روغتیايي کارکونکي به د ډیسمبر تر نیمايي پورې وکولای شي ناروغان د وایرس په وړاندې ځواکمن کړي، کچېرې دغه کمپنۍ اجازه ترلاسه کړي.

مډرنا ویلي، دوی په ۳۰۰۰۰ انسانانو باندې د واکسین کلینیکي ازمېښت ترسره کړی دی.

مډرنا ویلي، ۱۹۶ رضاکارو په کورونا اخته کسانو کې ۱۸۵ تنو ته د دروغو واکسین ورکړل شوی وو او یواځې ۱۱ ته د دوی اصلي واکسین ورکړل شوی وو چې په پایله کې په هغو ۳۰ کسانو کې د کورونا سخته ناروغي‌ ولیدل شو کومو ته چې د دوی واکسین نه وو ورکړل شوی او یو تن ترې مړ شوی هم وو.

د مډرنا او فایزر کمپنیو لخوا خپلو واکسینونو ته د بیړنۍ اجازې غوښتنه په داسې حال کې شوې ده چې په امریکا کې د کورونا ناروغانو شمېر په زیاتېدو دی او هره ورځ پکې په لسګونو زره د کورونا نوې پېښې ثبت کېږي.

روغتیايي چارواکي وېره څرګندوي چې چې دوی سره د وایرس د لا نور خپرېدو وېره ده ځکه د تېنکس ګوېنګ ډې د رخصتیانو لپاره خلکو روغتیايي پاملرنې په پام کې نه وې نیولې او همدارنګه د نوي کال او کرسمس لپاره یو ځل بیا دوی سفرونه وکړي.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په امریکا کې تر ۲۶۶۰۰۰ زیات کسان او په نړۍ کې له ۱.۴ میلیونو څخه زیات خلک له کورونا څخه مړه شوي دي.

د امریکا روغتیايي چارواکي وايي، تر ۲۰ میلیونو زیات امریکایان ښايي د ډیسمبر په وروستۍ نیمايي کې د کورونا واکسین ترلاسه کړي چې لومړې به روغتیايي کارکونکو، بیا زړو او هغو خلکو ته چې په نرسینګ کورونو کې پراته دي ورکړل شي.

همدارنګه په میلیونونو نورو امریکایانو ته به د ۲۰۲۱ کال په لومړیو میاشتو کې واکسینونه ورکړل شي که څه هم ځینو څېړنو ښودلې ده چې په هرو لسو کې څلورو امریکایانو ویلي،‌ چې دوی به واکسین نه اخلي.

د امریکا د خوړو او درملو اداره د ډیسمبر په لسمه نېټه د فایزر د واکسین او یوه اونۍ وروسته بیا د مډرنا د واکسین کتنه کوي.