شاته

په ایران کې ماتم - وژل شوی ساېنسپوهه خاورو ته سپارل شوی

د ګل/ دوشنبې په ورځ د ایران ستر ایټمي ساېنسپوهه محسن فخریزادی د جنازې مراسم په داسې مهال ترسره شوي چې په ټول ایران کې ماتم لمانځل شوی. د فخریزادی د مرګ وروسته ایراني مشرانو د غچ اخېستو ګواښونه هم کړي.

د ایران د دفاع وزیر جنرال عامر هاشمي د جنازې د مراسمو په مهال ویلي، د فخریزادی مرګ به ایرانیان نور هم یو ځاې او ژمن کړي.‌

نوموړي ویلي هیواد به ٫٫ د نور طاقت او زور سره٬٬ د هغه کار وړاندې بوځي. د محسن فخریزادی جنازه د ایران د دفاع وزارت په ودانې کې دننه شوې.

فخریزادی د جمعې په ورځ هغه مهال وژل شوی کله چې هغه په خپل ګاډي کې د ابسرد ښارګوټي سره سفر کوو. ایران د دغه وژنې تور به اسرایل پورې کړی.

د اسرایل د استخباراتو وزیر ایلي کوهېن د ګل/ دوشنبې په ورځ د اسرایل یو ریډیو ته ویلي، هغه ته نه ده معلومه چې د برید ذمه وار څوک دي.

د دغه برید په ځواب کې د ایران پارلیمان په یو قانون بحث هم پېل کړې چې تر مخه به یې د ایټمي توانایې نړیوالې ادارې څارونکو په ایران کې کار ودروي.‌

په ایران کې دا تازه پېښې په داسې وخت کیږي چې دوه میاشتې وروسته به د امریکا صدر منتخب جو باېډن د صدارت سوګند پورته کوي چا چې د وړاندې نه د کال ۲۰۱۵م ایټمي لوظنامه کې د یو ځاې کیدو خبره کړې ده.

په دغه معاهده کې د ایران ایټمي پروګرام محدودولو په سر په ایران لګیدلي بندیزونه نرم کړل شوي وو.

په کال ۲۰۱۵م کې شوې دغه لوظنامه د ایران او نړۍ شپږو سترو هیوادونو ترمنځه شوې وه. د دغه لوظنامې مقصد دا خبره یقیني‌ کول وو چې ایران به ایټمي وسله نه جوړوي.

ایران بیا بیا وايي ایټمي پروګرام یې د پرامنه مقصدونو لپاره دی.