شاته

افغان ماشوم سره د استرالیایي سرتیري جعلي عکس؛ استرالیا: چین دې بخښنه وغواړي

د چین د یو مقام له خوا په ټویټر باندې د یو جعلي عکس د خپرولو وروسته چې په کې یو استرالیایي سرتیری د یو افغان ماشوم په غاړه په وینو لړلې چاړه ایښې ده، استرالیایي مقاماتو له چین وغوښتل چې بخښنه وغواړي او دغه عکس لرې کړي.

د استرالیا صدراعظم سکاټ موریسن، د دوشنبې په ورځ نومبر ۳۰ (لیندۍ ۱۰) په یو خبري کنفرانس کې د دغه عکس خپرول وغندل او وویل: "دا سخت سپکاوی دی او په هیڅ ډول نشي توجیه کیدای."

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجیان، په ټویټر باندې ددغه عکس د خپرولو په ترڅ کې لیکلي: "د استرالیایي پوځیانو په واسطه د افغان ملکیانو او بندیانو د وژلو په خاطر ... شوي یو. دا ډول کړنې سختې غندوو او د عاملینو سره یې د حساب کتاب غوښتونکي یو."

ددې عکس لاندې په ټویټر کې ښاغلي ژاو لیکلي دي: "مه ډاریږه. مونږ دلته راغلي یو چې تاته سوله راوړو!"

د استرالیا صدر اعظم موریسن وویل چې د استرالیا حکومت له ټویټر غوښتي چې دغه عکس لرې کړي. هغه وویل: "د چین حکومت باید ددې پست په خاطر په بشپړه توګه وشرمیږي."

له بلې خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ددغه تصویر په اړوند په خپل ټویټر باندې یوه اعلامیه خپره کړې چې په کې ویل شوي: " د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ددغه تصویر په اړه خبر دی چې په کې د یو افغان سره د یو استرالیایي سرتیري ناړه چلند څرګندوي او په اړه یې پلټنې پیل کړي دي."

په اعلامیه کې همداشان ویل شوي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د استرالیا د حکومت سره په ګډه کار کوي چې په افغانستان کې د استرالیایي پوځیانو ناوړه چلند وڅیړي او په وینا یي ددغو پلټنو هدف دادی چې عاملین په نښه او عدالت ته وړاندې شي.

اعلامیه وایي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت باور لري چې استرالیا او چین دواړو د افغانستان د بیاودانولو، سولې او پرمختیا لپاره د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع عمده لوبغاړي دي. افغانستان هیله من دی چې له دواړو سره همکاري غښتلې کړي."

پدې ترڅ کې د چین د بهرنیو چارو وزارت یوې بلې ویاندې هووا چونیانگ، د خبریالانو سره د کتنې پر وخت د ښاغلي موریس د انتقاد په اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "دا باید د استرالیا حکومت اوسي چې د هغه هیواد د پوځیانو په واسطه د بې ګناه ملکي افغانانو د وژنې په خاطر وشرمیږي."

د استرالیا د دفاع وزارت تحقیقاتي رپوټ چې څلور کاله پرې کار شوی دی او تیره اونۍ خپور شو، ښیي چې د استرالیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د پوځي ماموریت د ترسره کولو پر وخت ۳۹ نیول شوي بنديان او ملکي افغانان وژلي دي.

د استرالیا د وسله وال پوځ لوی درستیز انګس جان کمبل، ددې رپوټ د خپریدو پر وخت وویل چې ددې هیواد ۱۹ برحاله او پخواني پوځیان ددغه وژنو په خاطر چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په ۲۳ ځانګړو پیښو کې شوي، د احتمالي عدلي او قضایي تعقیب سره مخامخ دي.

د استرالیا حکومت ویلي دي چې د ملکي افغانانو د وژنې د پیښو په اړه د هغه هیواد د دفاع وزارت د رپوټ په اړوند د هغه هیواد ۱۳ پوځیان له پوځ څخه ایستل شوي دي.

د استرالیا د دفاع وزارت د رپوټ په اساس اکثر وژل شوي کسان نیول شوي بندیان، بزګران او نور ملکي افغانان وو چې د نړیوالو قوانینو له مخې باید د هغوی محافظت شوی وای.

د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته په افغانستان کې شاوخوا ۳۹ زره استرالیایي پوځیانو دنده ترسره کړې او په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې ۴۱ استرالیایي پوځیان وژل شوي دي. اوسمهال ۴۰۰ استرالیایي پوځیان په افغانستان کې میشت دي.