شاته

په افغانستان کې د پاته کیدو یا وتلو خطرونه باید ومنو – ستولتنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ ویلي دي چې هم باید د پوځي ماموریت د دوام او هم له افغانستان نه د وتلو لپاره باید بیه ادا کړو.

ښاغلي ستولتنبرګ د دوشنبې په ورځ نومبر ۳۰ (لیندۍ ۱۰) د ناټو ټړون د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په درشل کې وویل چې د امریکا د منتخب جمهور رئیس سره په تیلیفوني تماس کې یې د افغانستان د قضسې اهمیت او د ناټو او متحدینو په وړاندې معضلې ته اشاره کړې ده.

د ناټو عمومي منشي وویل: "که تصمیم ونیسو چې پاته شو د هغه لپاره بیه شته، خو که تصمیم ونیسو چې ووځو، د هغه لپآره به هم بیه شتون ولري. د شتون بیه، البته په افغانستان کې د پوځي ماموریت دوام او د هغې مالي او ځاني پانګونه ده. د وتلو بیه هم د ترلاسه شویو لاسته راوړنو د له منځه تللو خطر دی.."

هغه د افغان ځواکونو څخه په ملاتړ باندې په ټینګار سره وویل: "په افغانستان کې د ثبات د رامنځ ته کیدو لپاره ډیره ښه لار د افغان ځواکونو ته زده کړې، مرستې او مشورې ديتر څو هغوی وکړای شي د خپل هیواد د امنیت د ټینګولو مسولیت په غاړه واخلي."

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ شاوخوا دوه اونۍ مخکې امر وکړ چې د جنورۍ تر ۱۵ پورې ۲۰۰۰ امریکایي سرتیر له افغانستان نه ووځي. اوسمهال شاوخوا ۴۵۰۰ امریکایي پوځیان په افغانستان کې میشت دي.

د ښاغلي ټرمپ ددې تصمیم وروسته د ناټو عمومي منشي ویلي وو چې دغه تړون به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي تر څو په وینا یي په تروریستي خلافت باندې د افغانستان د اوښتلو مخنیوی وشي.

ښاغلي ستولتنبرګ د دوشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره تاریخي فرصت رامنځ ته شوی دی. هغه وویل: "دا [فرصت] ماتیدونکی دی، خو ترې استفاده وشي."

دا پداسې حال کې دي چې د قطر په پلازمینه دوحه کې یو شمیر منابعو ویلي دي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او ېالبانو د پلاویو تنرمنځ د کاري طرزالعمل پرسر اختلافونه حل شوي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست هم ویلي دي چې د کاري طرزالعمل په ۲۱ مادو توافق شوی دی خو په مقدمه کې پر ځنو مواردو اختلاف هم وضاحت ته اړتیا لري.

د امریکا-طالبانو د موافقې په اساس چې د روان کال په فبرورۍ کې په دوحه کې لاس لیک شوه موافقې ته د طالبانو د ثابت پاتې کیدو په صورت کې به بهرني ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د مۍ تر میاشتې پورې په بشپړه توګه له افغانستان نه ووځي.