شاته

د امریکا غږ رپوټ د ایمل ژوند څنګه بدل کړ؟

ایمل د کرکټ یو بې وزله لوبغاړی و چې تر یوې میاشتې مخکې یې د لوبو تر څنګ کابل ښار کې ایسکیریم خرڅوه. د ایمل سپین ږیری پلار د کابل ښاروالۍ نه تقاعد شوی دی او اوس مهال کار نه لري.

د ژوند اقتصادي ستونزو ایمل دې ته اړ کړی و چې د لوبو تر څنګ د خپل کور خرڅ چمتو کړي.

هغه په کرکټ بورډ کې د روزنځایونو ټورنمنټ د ګټونکې لوبډلې غړی دی. امریکا غږ د دغو لوبو په اوږدو کې د ایمل پر لوبو او کاري ژوند رپوټ خپور کړ. یو شمېر هغو افغانانو چې په بهر کې ژوند کوي د ایمل سره یې نقدي مرستې وکړې تر څو اقتصادي وضعیت یې ښه شي.

له بلې خوا د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي پرون یکشنبه نومبر ۲۹ (لیندۍ۹) له ایمل سره ولیدل.

ښاغلي یوسفزي ایمل سره نقدي مرسته وکړه او د نورو همکاریو ژمنه یې هم وکړه.

د کرکټ بورډ مشر ایمل ته د کرکټ په اړه هم سپارښتنې وکړې.
د کرکټ بورډ مشر ایمل ته د کرکټ په اړه هم سپارښتنې وکړې.

هغه امریکا غږ ته وویل: "له دې لپاره چې د ایمل د کورنۍ اقتصادي وضعیت ښه نه دی، کورنۍ سره مې شخصا ۵۰ زره افغانۍ نقدي مرسته وکړه. د ایمل ورور ته به کرکټ بورډ‌ کې د کار زمینه برابره کړو او خپله ایمل به په ډومسټیک لوبو کې ونیسو تر څو ښه وده وکړي او افغانستان ته ویاړ راوړي."

په دغې لیدنې کې د کرکټ بورډ مشر ایمل ته د کرکټ په اړه سپارښتنې وکړي او هیله یې وکړه چې په راتلونکو څو کلونو کې ایمل باید د راشد خان په څېر ځلانده ستوری شي.

ایمل او د هغه پلار
ایمل او د هغه پلار

له بلې خوا د ایمل پلار وايي چې د امریکا غږ رپوټ د دوی ژوند بدل کړ.

د ښاروالۍ پخواني کارکونکي ۶۵ کلن شمس الدین امریکا غږ ته وویل: "له ټولو هغو کسانو مننه کوم چې زموږ د ژوند ښه توب لپاره یې مرستې وکړې که ستاسو رپوټ نه و ښايي موږ په پخواني وضعیت کې پاتې و."

ایمل اوس ایسکیرم نه خرڅوي، کرکټ کوي او درس وايي.
ایمل اوس ایسکیرم نه خرڅوي، کرکټ کوي او درس وايي.

ایمل اوس مهال د کرکټ په یو خصوصي اکاډمۍ کې تمرین کوي. د یادې اکاډمۍ مسوولین امریکا غږ ته وايي چې د ایمل ښې روزنې په برخې کې به ورسره پوره همکاري وکړي.

افغانستان کې کرکټ یو له تر ټولو مخ پر ودې لوبه ده چې ورځ تر بلې په پراخېدو ده.

دغه لوبه د ایمل په شمول د نورو بیوزلو ماشونو د خوښې لوبه ده او دوی د ستوري کېدو په هیله زیارونه باسي.