شاته

د جو بایډن د پښې هډوکي د خپل سپي سره د لوبو پر وخت کسر کړی

د امریکا د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس جو بایډن، تیره ورځ کله چې د خپل دوه کلن سپي میجر سره لوبې کولې، وخوید او د پښې دوه هډوکو یې درز وکړ.

د جورج ټاون پوهنتون ډاکټر کیفین اوکانر، د اسوشیتید پرس اژانس ته وویل چې ښاغلی بایډن باید څو اونۍ د پښې یوه حفاظتي وسیله واغوندي.

ښاغلی بایډن دوه سپي لري چې دواړه یې د جرمن شپرډ له نسل څخه دي او د بایدن کورنۍ په پام کې لري چې دغه دواړه سپي له ځان سره سپینې ماڼۍ ته یوسي.

داسې هم ویل شوي چې د امریکا د راتلونکي جمهور رئیس کورنۍ یوه پیشو هم واخلي.

د جو بایډن میرمن جیل بایډن، د روان کال په لومړیو کې ویلي وو چې کورني حیوانات یې خوښیږي.

خو دونالډ ټرمپ په تیرو ۱۰۰ کلونو کې لومړنی جمهور رئیس ګڼل شوی چې کورنی حیوان یې له ځان سره سپینې ماڼۍ ته ندی راوړی.

پداسې حال کې چې جمهور رئیس د سپي درلودلو وړاندیز رد کړی و، د جو بایډن انتخاباتي ټیم "سپي خوښونکي د جو لپاره" په نامه یوه ویبپاڼه جوړه کړې چې اصلي شعار یې "خپل انسان په عاقلانه توګه انتخاب کړئ" و.

د کورني حیواناتو درلودل د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست یو لرغونی سنت دی.

براک اوباما، د پرتګال له نسل څخه دوه سپي درلودل، جورج ډبلیو بوش او پلار یې جورج بوش هم زیات شمیر کورني حیوانات درلودل.